د کابل ښار پنځمه ناحیه کې یو باب اپارتمان خپلې اصلي مالکې ته وسپارل شو

د کابل ښار پنځمه ناحیه کې یو باب اپارتمان خپلې اصلي مالکې ته وسپارل شو


د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار پنځمه ناحیه، نبي زاده ښارګوټي اتم منزل کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې خپلې اصلي مالکې ته وسپارلو.

چهارشنبه، رجب المرجب ۱۷مه/مرغومي ۱۷مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د نوموړي اپارتمان سپارلو پر مهال وویل؛ یاد اپارتمان درې کاله وړاندې د يو غير مسؤول شخص لخوا غصب شوی و چې وروسته بيا د ياد اپارتمان اصلي مالکه د اپارتمان د بيرته ترلاسه کولو لپاره د چارو ادارې لوی رياست ته عارضه شوه چې د اسنادو تر تائيد وروسته غير مسؤول شخص له اپارتمان نه خارج او ياد اپارتمان خپلې اصلي مالکې ته تسليم شو.

بي بي فوزيه د غلام سرور لور د غزني ولايت اصلي اوسيدونکې او د یاد اپارتمان اصلي مالکه د اپارتمان سپارلو له امله د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.