28 غویی 1405
د وزیرانو شورا نوولسمه غونډه؛ د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز په مسیر د ځمکو استملاک په اړه بحث وشو
د وزیرانو شورا نوولسمه غونډه؛ د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز په مسیر د ځمکو استملاک په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا نوولسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذی الحجې په لومړۍ نېټه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پرېکړې وشوې.
غونډه کې د اقينې - اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز د مسير په اوږدو کې د امارتي ځمکو د بيو او شخصي ځمکو د استملاک او همداراز هېواد ته د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ځمکو د توزیع پروسې په اړه هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې د وزیرانو شورا یاده غونډه د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.