د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس د غور والي او ولايتي مسؤولينو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده غور ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت والي مولوي حيات اللّٰه مبارک، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.
دغه ليدنه چې نن چهارشنبه(ربیع الثاني ۲۰مه/لړم ۲مه) د غور ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، په کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د غور ښارواليو د فعاليتونو ارزونه، د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا، د ښاروالیو حقوقي حيثيت تشريح کول او د ښارواليو اړوند د ټولنې مختلفو اقشارو ستونزو ته رسيدنه ياده کړه.
مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی او عوايد یې ملي بودجې يا بل کوم ولايت ته نه انتقاليږي او ترلاسه شوي عوايد بېرته په همغه ولايت کې مصرفيږي، نوموړي زياته کړه چې يوه ټولنه هغه وخت جوړيږي او پرمختګ کوي چې يو بل خپلو نيمګړتياوو ته د اصلاح په خاطر متوجه کړي او په وينا يې هر هغه څوک چې د غور ښارواليو او يا د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند کومه اصولي ملاحظه لري؛ مونږ سره دې شریکه کړي، ترڅو يې په اړه اقدامات وشي.
په دې ليدنه کې د غور والي مولوي حيات اللّٰه مبارک پخپلو خبرو کې له ښاروالۍ سره د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ او د ښاغلي اخندزاده څخه یې وغوښتل، هغه ولسوالۍ چې ښاروالۍ نه لري او عوايد یې د ښاروالۍ د ايجاد د لايحې مطابق وي؛ بايد ښاروالي په کې ايجاد شي.
د يادونې وړ ده چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس په مشرۍ د ولايتي سفرونو پلاوي کې د ښاروالیو تخنيکي ټيم له لوري د فيروزکوه د ښاروالۍ تدارکاتي اسناد او قراردادونه، عوايد، محاسبې، ټرانسپورټ او بشري سرچينو چارې او سندونه په تفصيلي توګه وڅېړل شول، د يادې ښاروالۍ مسؤولين او کارکوونکي يې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړل او د ښاغلي اخندزاده له خوا ورته د نيمګړتياوو د سمون او اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.