د داوطلبۍ خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ټولګټو چارو وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د اړوند شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له وېب پاڼې څخه ترلاسه کولی شي. خپل افرونه د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو له مخې له اعلان څخه د افرپرانیستې تر نېټې پورې په سر تړلي ډول د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کندهار-سپین بولدک د اورګاډي کرښې د سروې او تفصیلي ډیزاین د مشورتي خدمتونو پروژه (اوږدوالی ۹۶ کیلومتره)
د داوطلبۍ شمېره: NPDMOPW1403CS-978QCBS
د علاقې څرګندولو ضرب الاجل نېټه: د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۶مه (۲۰۲۵ د جنورۍ ۵مه) د ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې
د اړیکې شمېرې: 0202143274 0202143219
اېمېل: npd.bidding3@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پشتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.