د برېښنايي ګمارنې سیسټم او زده‌کړییزو پروګرامونو د معلوماتو مدیریت ډیټابېس پرانېستل شو

د برېښنايي ګمارنې سیسټم او زده‌کړییزو پروګرامونو د معلوماتو مدیریت ډیټابېس پرانېستل شو

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټوت د زده‌کړییزو پروګرامونو د معلوماتو مدیریت ډیټابېس او همداراز د ملکي خدمتونو د اسانتیاوو او ګمارنې ریاست د برېښنايي ګمارنې سیسټم، د چارو ادارې لوی ریاست د مسؤولینو په حضور کې پرانېستل شو.

چهارشنبه، ۱۴۴۶ هـ.ق ذوالحجې ۲۸ / ۱۴۰۴ هـ.ش چنګاښ څلورمه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس، شیخ محمد طاووس طارق د یادو سیسټمونو د جوړېدو موخه د شفافیت ښه والی، د ادارو د بستونو د ګمارنې پروسې چټکتیا او د زده‌کړییزو پروګرامونو د کیفیت لوړول وبلل.

نوموړي د یادو سیسټمونو د پرانېستو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه:
شفافیت به د برېښنايي ګمارنې سیسټم له لارې په مؤثره توګه تأمین شي او موږ هڅه کوو چې د ډیجیټلي وسایلو له لارې، د ادارو لپاره د وړ کسانو د ګمارنې لاره چاره برابره کړو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس د دې ادارې د کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې اوس مهال، د کابل سربېره، پنځو نورو ولایتونو کې هم د برېښنايي ازموینو دفترونه فعال دي او غوښتونکي کولای شي چې په یوه شفاف، عادلانه او له مداخلې پرته چاپېریال په ازموینو کې ګډون وکړي.

یاد پروګرام د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.