د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه تعقیبي ناسته ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه تعقیبي ناسته ترسره شوه

سه‌شنبه، ربیع‌الاخر ۲۸مه/ تلې ۲۹مه.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس مولوي محمد صادق عاکف په مشرۍ، د اقتصاد او زېربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن، کابل ښاروالۍ، کور او ښار جوړولو وزارت او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو په ګډون څلورمه ناسته ترسره شوه.

د غونډې پیل کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس د تیرې غونډې پرېکړې شریکې کړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د خپلو کړنو راپور وړاندې کړي.

ورپسې د اړوندو ادارو استازو د خپلو کړنو راپور شریک کړ، چې د کابل ښاروالۍ لخوا د زونېنګ او ښاري پلانونو اړوند د کابل ښار مرکزي سیمو له ټولو ګذر وکیلانو سره د عامه پوهاوي اړوند ناسته ترسره شوې، بېنرونه چاپ، چې د ښار په مختلفو برخو کې به نصب شي او بروشرې به هم نږدې وخت کې چاپ او په ښاریانو به د عامه پوهاوي په موخه ووېشل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت لخوا د ۱۷ ولایتونو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست ته ورکړل شوي دي او پاتې نور به هم نږدې وخت کې جوړ او چاپ شي او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست له لوري د هېواد په ډېریو ښاروالیو کې د ګذر وکیلانو او مساجدو ملا امامانو سره د ښاري پلانونو اړوند ناستې ترسره شوي او د عامه پوهاوي په موخه د رسنیو له لارې نشر شوي.

د یادونې وړ ده چې یاد فرمان د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په چارو کې د روڼتیا راوستو په موخه صادر شوی.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.