د مرکزي ادارو او ولایتي ښاروالیو کارکوونکو لپاره د قراردادونو د عقودو قانون روزنیز پروګرام ترسره شو
د مرکزي ادارو او ولایتي ښاروالیو کارکوونکو لپاره د قراردادونو د عقودو قانون روزنیز پروګرام ترسره شو
د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له لوري د قراردادونو د عقود قانون او له عقد څخه مخکې او وروسته د عملي اجرااتو په اړه روزنیز پروګرام د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ په کتابتون کې د هېواد د مرکزي ادارو او ولایتي ښاروالیو کارکوونکو لپاره ترسره شو.
شنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالحجې ۲۷مه/۱۴۰۵هـ.ش، غبرګولي ۲۳مه.
په دې پروګرام کې د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس حافظ اسدالله هارون او د مرکزي ادارو او ولایتي ښاروالیو یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
مولوي عبدالباقي منصور په خپلو خبرو کې د اداري نظام لپاره د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او د قراردادونو قانون او له عقد څخه مخکې او وروسته اجرااتو سره د مسؤولینو د لا زیاتې بلدتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
همداراز مولوي محمد اسحاق اخندزاده د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس د کارکوونکو پر ژمنتیا، مسؤولیت اخیستنې او مسلکي زدهکړو پر لوړولو ټینګار وکړ او دا ډول روزنیز پروګرامونه یې د ادارو لپاره اغېزناک وبلل.
په همدې حال کې د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس حافظ اسدالله هارون د اداري خدمتونو د ښه والي لپاره د مسلکي روزنو رول مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له روزنیزو فرصتونو څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې په دې روزنیز پروګرام کې د امارتي ادارو ۲۸ کارکوونکو او د ولایتي ښاروالیو ۳۳ کارکوونکو ګډون کړی چې د دوو او درېیو اوونیو لپاره به دوام وکړي.
یاد غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.