د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د دهمزنګ له څلور لارې د ارتل تر پله د سرک د پراختيا پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې REBID/NPD/KM/1403/W-635/NCB ده، ګرديزي ودانيز شرکت ته چې د جواز نمبر يې D-2183 دی او د پکتيا ګرديز، تاج پلازا، کابل لاين کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت 79,193,366.10 (نهه اويا ميليونه، يو سلو درې نوي زره، درې سوه، شپږ شپېته، اعشاريه لس افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.