د ولایتي دفترونو لپاره د استادانو د ارزونې په اړه روزنیز سیمینار جوړ شو

د ولایتي دفترونو لپاره د استادانو د ارزونې په اړه روزنیز سیمینار جوړ شو
د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د حقوقي چارو او پالیسیو ریاست د څارنې او ارزونې امریت له خوا د دغې ادارې (۳۳) ولایتي دفترونو مسؤلینو او کارپوهانو ته د ویډیویي کنفرانس له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ارزونې اړوند روزنیز سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس قاري وفي الله «وفا» د اجرااتو د ارزونې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د اجرااتو ارزونه په امارتي ادارو کې د نظام د پیاوړتیا، شفافیت او کارونو کې د چټکتیا لامل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د اجرااتو په ارزونه کې کاري کمزورتیاوې په نښه او د اصلاح لپاره یې ګامونه اخیستل کېږي.
وروسته د حقوقي چارو او پالیسیو ریاست د څارنې او ارزونې امریت د کارپوهانو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو اړوند پریزینټیشن وړاندې شو او په دې اړه پوښتنې ځواب شوې.
غونډه د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.