د چارو ادارې لوی ریاست او کابل ښاروالۍ ترمنځ د ودانیزو جوازونو د ورکړې بهیر لاسلیک غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست او کابل ښاروالۍ ترمنځ د ودانیزو جوازونو د ورکړې بهیر لاسلیک غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د کابل ښاروالۍ تر منځ د ودانیزو جوازونو د ورکړې بهیر لاسلیک غونډه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس او یو شمېر نورو رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
سهشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق کال شوال المکرم ۲۰مه/۱۴۰۵هـ.ش کال وري ۱۸مه.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: که چېرې اسلامي امارت کې د فساد اراده وای، نو د ساده سازۍ چارې به نه ترسره کېدې. د اسلامي امارت اړوندې ادارې د ساده سازۍ په اهمیت پوه دي او په دوامداره توګه پېچلې پروسې ساده کوي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: په تېرو څو لسیزو کې ګڼې ناخوالې موجودې وې، چې ځینې یې د پروژې په توګه رامنځته شوې وې؛ خو یقیناً د مسؤولینو ترمنځ د ساده سازۍ دا احساس ورځ تر بلې پیاوړی کېږي. دا بهیر جدي څارنې ته اړتیا لري، ځکه خلکو ته اسانتیاوې برابرول د اسلام یو مهم اصل دی.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: دا هوکړه لیک د ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د اړتیا لرونکو لپاره یو ښه زېری دی، چې په تطبیق سره به یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.