د چارو ادارې لوی ریاست مسؤولینو ته د انرژۍ سپما په هکله پرېزنټېشن وړاندې شو

د چارو ادارې لوی ریاست مسؤولینو ته د انرژۍ سپما په هکله پرېزنټېشن وړاندې شو
یاده غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د ملي اقتصاد او زیربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی ریاست مسؤولینو او کارکوونکو او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مثمریت کارپوهانو ګډون کړی وو.
دوشنبه، محرم الحرام ۱۸مه/ چنګاښ ۲۳مه.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس د انرژي د سپما، مناسبو لارو، چارو د کارېدو او ارزښت په هکله د چارو ادارې لوی ریاست مسؤولینو او کارکوونکو سره اړین معلومات شریک شول.
همداراز د غونډې په دوام د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ اقتصادي کارپوه انجنیر صدیق الله ځلاند د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د یاد پرېزنټېشن د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.
د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون ۲۰/۹/۱۴۴۵ نېټې ۱۳ ګڼې مصوبې دویم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.
یاده غونډه د ګډونوالو پوښتنو ته له ځواب ورکولو وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده.