د چارو ادارې لوی رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت نوي معین معرفي غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت نوي معین معرفي غونډه کې ګډون وکړ
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزارت نوي معين د معرفي په غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن دوشنبه (شعبان المعظم۱۸مه/سلواغې۲۹مه) د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د پلان او پالیسۍ نوي معین شیخ عبدالرحمن قانت او یو شمېر نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس په خپله وینا کې وویل؛ د اسلامي نظام د ډېرو ګټو او ښېګڼو ترڅنګه يوه ګټه د هیواد او نظام په کچه د ټاکنو بهیر او ترتیب دی چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله دلته د مسؤولينو ټاکل د انتخاباتو له لارې نه مګر د شرعي معيارونو له مخې کيږي.
نوموړي وويل چې په نوره نړۍ کې د ټاکنو بهیر له میاشتو میاشتو تبلیغاتو، تظاهراتو او جنجالونو ډک وي، خو په اسلامي نظام کې له امیر سره بیعت کېږي، چارې ورته سپارل کېږي، بیا د ټولو پرې اعتماد وي او هغه بیا د شریعت په رڼا کې ټاکنې کوي.
شیخ الحدیث نورالحق انور زیاته کړه؛ اسلامي شریعت لکه څرنګه چې د عباداتو، معاملاتو او اخلاقیاتو برخه واضح کړې، همداراز یې د نظام، حکومتولۍ او ټاکنو برخه هم زیاته غني ده او د اسلامي امارت مشرتابه له هغو هدایاتو سره سم ګام اخلي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي نظام په جوړښت کې راغلي اشخاص نوي نه دي، بلکې دوی په تېر کې له ګڼو ستونزمنو حالاتو او سختو ازموینو تېر شوي؛ ټولې کړنې او خدمتونه یې زمونږ او د مشرتابه مخې ته پراته دي او باور پرې کيږي.
همدا راز غونډې ته د کانونو او پټرولیم د پلان او پالیسۍ نوي معین شیخ عبدالرحمن قانت هم وینا وکړه او دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.