د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

یکشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر۳٢مه/ ۱۴۰۴هـ.ق. زمري۶٥مه.
د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال د پکتیکا ولایت والي مولوي عبدالخالق عابد د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو رئیسانو سره وکتل.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال مفتي فرید احمد غزنوي د تخنیکي ټیم په مشرۍ د ساده شوو اداري پروسو د نویو چمتو شوو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.

د پکتیکا والي د تخنیکي ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یادې برنامې د ښې حکومتولۍ او مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړینې وبللې او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو او همداراز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د مراجعین محوره ساده شوو اداري پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح کولو زده کړيیز سیمینار پیل کړ.