د دفاع او امنیت ریاست د ټولپلازاوو کارکوونکو لپاره د مشابه نظامي یونیفورم ټاکلو په موخه غونډه ترسره کړه

د دفاع او امنیت ریاست د ټولپلازاوو کارکوونکو لپاره د مشابه نظامي یونیفورم ټاکلو په موخه غونډه ترسره کړه

یاده غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د دفاع او امنیت ریاست مرستیال محمد یحی کرامت په مشرۍ او د ټولګټو چارو، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د استازو په ګډون ترسره شوه.

سه‌شنبه، ربیع الاول دویمه/ وږي څلورمه.
پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت ریاست مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د موضوع اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د غونډې ګډونوالو خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او فیصله وشوه چې یو مشخص لباس دې ورته جوړ شي چې نظامي یونیفورم سره مشابهت ونه لري، له درې ګونو امنیتي ارګانونو څخه دې ورسره یو ارګان همکار وي، د رسنیو له لارې دې ورته عامه پوهای رامنځته شي او د وروستۍ پرېکړې لپاره دې د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱۹۹۴/۲۰۶) ګڼې او (۱۴۴۶/۴/۲۴) هـ.ق نېټې حکم پر اساس د شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ، ارغندۍ، غزني، سرخکان او سروبي ساحو کې ټولپلازاوې جوړې او فعالیت کوي، چې عواید یې د اړوندو سړکونو په جوړونه او بیارغونه کې مصرفېږي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.