کابل هوایي ډګر کې د هوټل جوړولو پلان څېړلو په اړه مقدماتي غونډه وشوه

 

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر مولوي احمدضیاء خالد په مشرۍ او سندریلا او هریرود خصوصي شرکتونو د استازو په ګډون کابل هوایي ډګر کې د هوټل جوړولو پلان څېړلو په اړه غونډه وشوه.

یاده غونډه نن دوشنبه (شوال‌المکرم ۱۶مه/ وري ۲۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، انجنیر مولوي احمدضیاء خالد د غونډې موخه کابل هوایي ډګر کې د هوټل جوړولو پلان په اړه بحث وبللو او زیاته یې کړه چې اقتصادي کمېسیون د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست ته دنده سپارلې چې دغه پلان مطالعه او په ټولیزه توګه یې څېړنه وکړي.

ښاغلي خالد وویل؛ دغه پلان د دې ریاست د کارپوهانو له لوري څېړل شوی او ځینې نقطې شته چې اړتیا ده، شرکتونه د هغو په اړه وضاحت ورکړي.

هغه کابل هوایي ډګر کې د هوټل جوړولو اړوند چارې حیاتي وبللې او ټینګار یې وکړ چې د چارو ادارې لوی رياست کارپوهان چمتو دي ترڅو د عامه او خصوصي مشارکت د قانون پر بنسټ د دې پروژې د بشپړولو لپاره اړینه همکاري وکړي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د پانګونې اسانتیا ریاست او یاد شرکتونه یو تخنیکي ټیم جوړ کړي، ترڅو ګډې ناستې ترسره کړي او د یاد پلان د غني کولو په اړه بحث وکړي او پایله یې اقتصادي کمېسیون ته د وروستۍ پریکړې لپاره وړاندې کړي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.