د بیهقي سوداګریز مارکېټ پروژې تړون لاسلیک شو

د بیهقي سوداګریز مارکېټ پروژې تړون لاسلیک شو

دوشنبه، ذو القعدې۲۱مه/غوایي۲۹.
یاده غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه؛ چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد او د فقیرمحمد رحماني ودانیز شرکت استازي ګډون کړی وو.

پیل کې د یادې پروژې په اړه د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس له لوري بشپړ معلومات ورکړل شول او زیاته یې کړه چې د دې پروژې تړون مسودې په هکله له اړوندو وزارتونو او خصوصي سکټور سره مذاکرات شوي او وروسته له هغې نهایي شوې ده.

نوموړي زیاته کړه؛ دا چې یاده ساحه ابداتي ساحه ده، نو د یاد مارکېټ طرحه او نقشه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په تفاهم نهایي شوې ده. یاد مارکېټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ابداتي نقشو مطابق په دوه پوړونو کې ډیزاین شوی، چې په ټوله کې ۵۹ دوکانونه لري او سوداګریز فعالیت ته ځانګړي شوي دي.

په یاد مارکېټ کې دېرش میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي او چارې به یې په یو کال کې ترسره شي.
بیهقي سوداګریز مارکېټ پروژه د اطلاعاتو او کلتور او مالیې وزارتونو پر مشترکه
ځمکه جوړېږي، چې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري.

د غونډې وروستۍ برخه کې د بیهقي سوداګریز مارکېټ پروژې تړون د اطلاعاتو او کلتور او مالیې وزارتونو او فقیرمحمد رحماني محترم شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.