د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ۱۷ مه ګڼه فرمان کې د دنيا او اخرت ګټه ده

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ۱۷ مه ګڼه فرمان کې د دنيا او اخرت ګټه ده

د ۱۴۴۷ هـ ق، د ربیع الأول ۲۷ مه/ د ۱۴۰۴ هـ ش. د وږي ۲۹ مه.

د چارو ادارې لوی رياست مطبوعاتي پلاوي له لوري د لغمان ولايت الينګار ولسوالۍ اړوند د سنګره د کلي اوسېدونکو سره د ۱۷مه ګڼه فرمان د ارزښت او ټولنه کې يې د رغنده رول په اړه تفصيلي معلومات شريک شول.

د دغه فرمان کوم چې د خېښيو، ودونو، مصيبتونو، حج او عمرې څخه د بېرته راستنېدنې پرمهال د بدو دودونو د مخنيوي په اړه دی، يادونه وشوه.

په دې مجلس کې ګډونوالو سره د فرمان چاپ شوې نسخې هم شريکې شوې؛ ترڅو د عامه پوهاوي په موخه تر تولو خلکو ورسېږي.

یو تن دیني عالم د خپلو خبرو جريان کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه، د ياد فرمان توشېح ګټوره وبلله او څرګنده يې کړه، چې د ۱۷مه ګڼه فرمان رعايتولو کې د دنيا او اخرت ګټې نغښتې دي.

دغه راز یې له ټولو وګړو وغوښتل ترڅو ياد فرمان په خپلو کورونو او سيمو کې تطبيق کړي.