د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل

چهارشنبه، ذو القعدې۲۳مه/غوایي۳۱مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.
پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال ښاغلي نورمحمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ یاده ناسته تشریفاتي بڼه نه لري، بلکې موږ مکلف یوو، چې د خپل ولس ستونزې واورو او د حل لارې چارې ورته پیدا کړو.
د غونډې ګډونوالو د یاد مجلس په جوړولو خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې الحمدلله د تیرو نظامونو په پرتله چې خلکو به د مسؤولینو د دروازو تر شا اوږده صفونه جوړ کړي وو؛ اوس موږ ته د مسؤولینو له لوري احوال راکول کېږي، چې تاسو سره مجلس لرو، ستونزې او غوښتنې مو اورو.
راغلو قومي مشرانو د سړک، پل او پلچکونو، سربندونو، سړو خونو، معیاري روغتون، ښوونځیو، برېښنا، مدرسو او مخابراتي پایو نشتون له خپلو بنیادي او بنسټیزو ستونزو څخه یاد کړل.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو ستونزې، غوښتنې او نظرونه واورېدل او ویې ویل: موږ د حاکمیت دعوه نه لرو، بلکې ځان مسؤول او خادم ګڼو او د ولس هغه ستونزې چې په ولایتونو کې نه حل کېږي؛ دلته یې اورو او د امکان تر حده ورته رسېدنه کوو او ډاډ یې ورکړ چې د هغوی ټولې ستونزې او غوښتنې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ په دعاء سره پای ته ورسېده.