د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ماهيپر د سيمې له قومي مخورو او ځوانانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ د ماهيپر سيمې له قومي مخورو، علماوو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادالثاني ۱۶مه/ليندۍ ۲۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته وويل د چارو ادارې لوی رياست د امارتي دندې ترڅنګ، يوه دنده دا هم ده چې د هېواد له قومي مخورو، علماوو، ځوانانو، اصنافو او ټولنې د بېلابېلو برخو له استازو سره وګوري او ستونزې يې واوري.

د ماهيپر سيمې قومي مخورو، علماوو او ځوانانو وويل د اشغال پرمهال مو زياتره خلک نورو سيمو ته مهاجر شوي وو؛ کلي او کورونه مو وران دي اوس يې د جوړولو او ابادولو توان نه لرو، ښوونځي، مدرسې، برېښنا، کلينيکونه او سرکونه نشته او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

يادو استازو همدا راز د زراعت په برخه کې د بندونو، چيک ډيمونو، استنادي دېوالونو، د اوبو لپاره حوضونو او ويالو جوړولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې په دې سره به د يادې سيمې د خلکو ستونزې حل شي او په اقتصادي لحاظ به خلک په خپلو پښو ودرېږي او د ځوانانو لپاره به مو کسب او کار هم پيدا شوی وي.

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ماهيپر سيمې قومي مخورو، علماوو او ځوانانو ستونزې په غور سره واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به يې له لوړو مقاماتو سره شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.