د اسنادو د تعقیب سیسټم د معرفي کولو لپاره د همغږۍ غونډه وشوه

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د اسنادو او ارتباطو ریاست او د امارتې وزارتونو او ادارو د استازو ترمنځ د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د معلوماتو او تکنالوژۍ ریاست په مشرۍ د «اسنادو، هداياتو او احکامو د تعقيب سیستم» د معرفي په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۲۹ / مرغومي ۱۲) د چارو ادارې په عمومي تالار کې د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه. ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د غونډې په پرانستونکي وینا کې وویل، چې د دې سیستم موخه په کم وخت کې د زیاتو کاري اسنادو تعقیب او د ادارې د چارو د سمون په برخه کې کار کوي. د چارو لوی رياست د رياست الوزراء دعالي مقام او د اماتي ادارو ترمنځ د پله حثيت لري او تل هڅه کوي چې د ادارو تر منځ لا همغږي رامنځته کړي.
په دې غونډه کې د معلوماتو او تکنالوژۍ رئيس مفتي محمد حسین کوثري، د اسنادو، هداياتو او احکامو د تعقيب سیستم (ODF) په اهمیت هراړخیزې خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې نن ورځ نړۍ له ټکنالوژۍ څخه د خبرو اترو لپاره کار اخلي. امارت ته پکار ده چې موږ هم د ټکنالوژۍ د کارولو هڅه وکړو.
هغه زیاته کړه، کاغذ پراني او د وخت ضایع کیدو د مخنیوي لپاره باید د اسنادو، هداياتو او احکامو د تعقيب سیستم (ODF) څخه کار واخلو، ترڅو د چارو ادارې لوی رياست، وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ الکترونیکي ارتباط وي او کارونه په چټکۍ سره ترسره شي.
د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اپليکيشنونو د پراختیا مسؤول انجینر احمد فرخ حلیمي د پریزنټیشن په چوکاټ کې د اسنادو، هدياتو او احکامو د تعقيب د سیستم په اړه امارتي وزارتونو او ادارو ته د اهمیت، هڅونې، پروسې، ګټو او مسؤولیتونو په اړه توضیحات ورکړل چې د امارتي وزارتونو او ادارو د استازو له لوري يې تود هرکلی وشو.
په پای کې د امارت د وزارتونو او ادارو تخنیکي مسؤولینو د یاد سیستم په اړه د لا وضاحت په موخه خپل نظریات او پوښتنې شریکې کړې او د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتو تکنالوژۍ رياست او د اسنادو او ارتباطو ریاست د ټولو مسؤولینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او پرېکړه وشوه چې له دې سیستم سره د بلدتيا په اړه دې په راتلونکو غونډو کې د وزارتونو او ادارو تخنیکي استازو ته درس ورکړل شي.
غونډه د چارو ادارې لوی رياست د دعوت او ارشاد رئيس شيخ بسم الله شاکر په دعا پای ته ورسېده.