د چارو ادارې لوی رئیس؛ له مراجعینو سره سالم او اخلاقي چلند او د هغوی اړتیاوو ته باید رسېدنه وشي

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ولایتي او ولسوالیو ښاروالانو ته د جوړ شوي شپږ ورځني ښوونیز سیمینار په څلورمه ورځ کې هم ګډون او وینا وکړه.
یاد پروګرام نن سه شنبه، ذو القعده ۱۵مه/غوایي ۲۳مه، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو تالار کې جریان لري، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طاووس طارق، رئیسانو، معاونینو او د ولایاتو او ولسوالیو ښاروالانو ګډون درلود.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: له مراجعینو سره په اخلاص، احترام او سالمه رویه چلند وکړئ، د هغوی اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړئ او د اعتماد فضا رامنځته کړئ. او زیاته یې کړه: د ښاروالۍ د ملکیتونو مشروع او مؤثرو ګټو ته چمتووالی، د پانګونې جذب او چټک پراختیایي پرمختګونه د ملت ویاړ او د ټولنې د سوکالۍ او هوساینې لامل ګرځي.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: په خدمت کې عاجزي، اخلاص او نېک تعامل زمونږ د کار اساس دی، له خپلو ملګرو څخه ځان لوړ مه ګڼئ، بلکې د هغوی له ظرفیتونو په سالمه توګه استفاده وکړئ ترڅو د ملت باور پیاوړی او د ټولنې بنسټونه لا ټینګ شي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د وینا په پای کې وویل: ښاروالۍ باید پیاوړې شي؛ ترڅو خپل ښارونه اباد او د خپل هېواد راتلونکی روښانه کړي.
یاد سیمینار د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.