د کابينې څوارلسمه غونډه: د تذکرو وېش او د کابل ښار لاسي پلورونکو د تنظيم په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « ۱۴۴۶ ھ ق کال رجب المرجب ۱۹مه/ سلواغې لومړۍ» نیټه ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، پکې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحثونه وشول او په اړه يې لازمې پریکړې وشوې.
غونډه کې همدا راز ځینې مسؤوليتونه ځانګړيو پلاويو ته وسپارل شول؛ تر څو یې چارې نهایي کړي او ګزارش يې د کابينې راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ته د تذکرو د منظم وېش او په دې برخه کې خلکو ته د اسانتياو برابرولو او د کابل ښاروالۍ ته د لاسي پلورونکو د تنظيم په برخه کې د اسانتياوو برابرولو په اړه دنده وسپارل شوه؛ ترڅو لاسي پلورنکي تنظيم کړي او عامو هېوادوالو ته د کار او ښاري نظم په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
د کابينې په دې ناسته کې همدا راز اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشرۍ د کتاب ارزونې کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د قرانکریم له خپلو الفاظو (نظم) پرته د ژباړې نشرولو اړوند بشپړ معلومات راټول کړي، په دې برخه کې دې پوره څېړنه وکړي؛ ترڅو د دغه مقدس کتاب د معنوي تحریف او تزویر مخنیوی وشي.
د کابینې دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.