د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سليمان خېلو قوم مخورو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سليمان خېلو قوم مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د سليمان خېلو قوم مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وليدل.

دغه غونډه نن دوشنبه (جمادي الاول ۲مه/لړم ۱۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري مېلمنو ته د هر کلي تر څنګ وويل تر اوسه مو هېواد له مختلفو اصنافو سره تر سلو زياتې غونډې کړي؛ د هغوی ستونزې مو اورېدلي او د حل په موخه مو مقاماتو سره شريکې کړي دي.

په غونډه کې د سليمان خېلو قوم مشرانو او مخورو د کابل ښار د بګراميو سيمه کې د ۱۵۰ جريبه غصب شوې ځمکې خلاصون، په اتمه ناحيه کې د روغتون او ښوونځي، ګردکول کلي ته د سرک جوړولو، د غزني مقر ولسوالۍ او د جلال اباد ښار خير اباد سيمه کې د څښاک اوبو ستونزو حلولو، چيک ډيمونو، ښوونځيو او پلونو جوړولو وړانديزونه وکړل.

همدا راز يې په خپلو خبرو کې زياته کړه چې له پاکستان څخه د تازه راستانه شويو افغانانو ته سرپناه برابرولو او ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو غوښتنه هم وکړه.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سليمان خېلو قوم مخورو خبرې په غور سره واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې وړانديزونه به يې له اړوندو ادارو سره شريک کړي او د غصب شوې ځمکې په اړه د اسلامي امارت د غصب شويو ځمکو کميسيون کار کوي چې تر اوسه يې زرګونه جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده او ډاډ يې ورکړ چې ياده ستونزه به هم حل شي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.