خوست ښاروالۍ د ۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ پروژې پیل کړې

 

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د خوست ښاروالۍ د ۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ پروژې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د بنسټ خښتو په ايښودلو سره پرانستل شوې.

د غه مراسم چې نن يکشنبه د (شعبان المعظم ۱۷مه/ د سلواغې ۲۸مه) د خوست په ولايت کې دائر شوي وو په پيل کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د ښار رغونه او ښکلا کې د ښاروالۍ له لوري اخیستل شوي ګامونه وستایل او یاد پرمختګونه او ښاري خدمات یې د اوسني نظام پالیسي یاده کړه.

همداراز يې يې وويل چې د خوست ولایتي ادارې په بشپړه همکارۍ سره ولس ته نه ستړي کیدونکو هڅو سره ګټور ګامونه اخلي او دوی ته به خدمات وړاندې کوي نوموړي د ښاروالۍ له لوري د ۷ پروژه پیل بې مثاله یاد کړ.

خوست ښاروال قاري بسم الله بلال په خبره، چې د ښاروالۍ له نیږدې ۹۵ میلیونه افغانیو پراختیایي بودیجې د ۷ پروژو چارې پیل شوې چې د حکومتي ادارو پیاده روونه، روښنایۍ پروژه، د ښار مرکزي کانال ترمیم، ۶ عمراني (کوچنۍ) پروژې، لښتي، د اوومې ناحیې اداري تعمیر، ښاروالۍ په احاطه کې تجارتي مارکیټ او د ښار دخولي دروازه پکې شامله ده.

په یادو پروژو کې ښاروالۍ ګڼو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او لا همدې لارې به یو شمیر اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

دغه مراسم چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې و، د خیر په دعا پای ته ورسېدل.