د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال د هرات صنعتکارانو سره وليدل

د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت مرستیال، مفتي عبدالواحد عثماني د هرات ولايت د معادن او صنایعو خونې رئیس حميداللّٰه خادم او د دغه ولايت ګڼ شمير نورو صنعتکارانو سره وليدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (رجب المرجب ۱۴مه/ مرغومي ۲۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت مرستیال په کاري دفتر کې ترسره شوه. په کې د هرات صنعتکاراتو له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته يې په ښه توګه رسېدنه کړې.
په غونډه کې د هرات صنعتکارانو له بهرنيو هيوادونو څخه د اوړو په راواردلو د تعرفې زياتولو غوښتنه وکړه؛ تر څو د هيواد سوداګر د اوړو پر ځای د غنمو واردولو ته مخه وکړي، چې له دې سره به په کور دننه صنعتکاران وکولای شي چې خپلو هيوادوالو ته باکيفيته، صحي او ارزانه اوړه وړاندې کړي.

په غونډه کې د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت مرستیال د هرات ولايت صنعتکارانو ستونزي په غور سره واورېدې، د سوداګرۍ په برخه کې يې د ستونزو حل ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هيواد صنعتکارانو ته خاصه توجو کوي چې په همدي موخه یې د صنعتکارانو د ملاتړ په موخه د هيواد د مختلفو ولايتونو صنعتي پارکونو کې زرګونه جريبه ځمکه ځانکړې کړې ده.

دا غونډه چې د قران عظيم الشان په مبارکو اياتونو سره پيل شوه، د خير په دعا پای ته ورسیده.