د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري پروسو ساده کولو رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم خوست ولایت د پوهنې ریاست او خوست ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې یې د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د یاد ولایت ښاروال او د پوهنې له رئیس سره وکتل.
ښاغلي بریالي ابدالي له مرستیال والي سره په لیدنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د فعالیتونو او د یاد سفر په هکله معلومات ورکړل.
د خوست ولایت مرستیال والي د یاد ټيم په سفر خوښي څرګنده کړه او له یادې برنامې یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ.
په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګو د ساده شویو پروسو له پلي کېدو څخه څارنه ترسره شوه.