د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت لپاره ۱۸ قلمه د کانونو ماشينونه او تجهيزات او ۱۳۴ قلمه اړينو توکو او پرزه جاتو د تدارک پروژه (دوه لاټه)
شماره داوطلبی: NPD/NCE/1403/G-933/NCB
د داوطلبۍ شمېره: NPD/NCE/1403/G-933/NCB
د لومړي لاټ لپاره بانکي تضمين: 585,000 افغانۍ
د دويم لاټ لپاره بانکي تضمين: 470,000 افغانۍ
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د ليندۍ ۳مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
برېښناليک: npd.bidding4@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.