د کابينې شلمه غونډه: په هېواد کې د نفوس شمېرنې او تعمیراتي چارو د تسریع او چټکتیا په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شلمه غونډه د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدې ۷مه/ غوایي ۱۵مه نېټه) ترسره شوه، چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث وشو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې رئیس حاجي عبدالقاهر په مشرۍ یو هیئت ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد د وګړیو نفوس شمېرنې اړوند ناسته وکړي، په دې اړه د جوړې شوې طرحې ټول اړخونه وڅېړل شي او وروستی راپور د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه؛ ترڅو د تعميراتي کارونو د نقشو او وېزو اړونده برخه کې تسریع او چټکتیا راشي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده.