د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي، علاقهمندان کولای شي د شرطپاڼې اړوند سافټ کاپي د فلشډېسک له لارې د تدارکاتو ریاست یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویبسایټ څخه ترلاسه کړي،
خپل وړاندیزونه باید د شرطنامې له شرایطو او تدارکاتي اصولو او طرزالعمل سره سم، په سرتړلي شکل د اعلان له خپرېدو څخه تر افر پرانېستې پورې د چارو ادارې لوی ریاست، تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی ریاست اړوند، خدماتو ریاست د اړتیا وړ نهه (۹) قلمه حبوباتو تدارک
د دواطلبۍ شمېره: AOP/G/010/1404/NCB
بانکی تضمین: (۱۳۴٫۰۰۰) یو سل او څلور دېرش زره افغانۍ
د افر پرانېستې غونډه: د ۱۴۰۴/۰۳/۱۱ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۷۹۵
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، تدارکاتو ریاست، د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ
یادؤنه: ناوخته او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.