د قرارداد ورکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د ملي دفاع وزارت په استازیتوب د ۳۰۰ ثابتو او متحرکو امنیتي کامرو او اړوندو تخنیکي وسایلو د تدارک پروژه، چې تشخصيه شمېره يې NPD/MOD/1403/G-861/NCB ده، د افغان ټکسار لمیټډ شرکت ته، چې د جواز شمېره یې 0101-13887 ده او د کابل په شهرنو کې د لویې څارنوالۍ مخ ته، ټکسار ټاور کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت ۷۰,۵۳۱,۲۲۸ (اویا میلیونه، پنځه سوه یو دېرش زره، دوه سوه اته ویشت افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.