د ماینونو پر ضد د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
د ماینونو پر ضد د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو رئیسانو او د بهرنيو پانګوالو استازو په ګډون د ماینونو خطر د پوهاوي او د مین پاکۍ چارو څخه د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه.
۱۴۴۷هـ.ق، شوالالمکرم ۲۰مه/ ۱۴۰۵هـ.ش، وري ۱۸مه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: زموږ هېواد څو لسیزو کې د څو یرغلونو او د دوامداره جګړو شاهد پاتې شوی دی چې د ماينونو ککړتيا هم د یرغلونو له را پاتې بدو پدیدو څخه دی. اسلامي شریعت د ژوند نورو مرحلو په څېر د جنګ او مقابلې په هکله هم واضح اصول او هدایات لري. د جنګ موخه انسان وژنه، ښار ورانول او خلک پرېشانه کول نه دي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: جنګ د مقدسې موخې لپاره کېږي؛ ترڅو امن او سلامتيا تامين شي. د الهي عادلانه احکامو په چوکاټ کې خلک خپل مشروع اهدافو ته رسيدګي وکولای شي چې الحمدلله د .ا.ا.ا له پيله تر پايه په جهادي بهير کې اسلامي هداياتو ته ژمن پاتې شوی، د ملکي او بې ګناه خلکو له متضرر کېدو يې له ممکنه احتياط څخه کار اخيستی.
نوموړي وویل: اسلامي امارت د ماينونو موجوديت افغانانو خصوصاً د ماشومانو او څارويو د ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼي او غندنه یې کوي، د بشر ضد عمل یې ګڼي. دا د هغو له لوري ځای پر ځای شوي دي چې د بشر دوستۍ او انساني حقوقو خبرې کوي، خو دلته یې بیا دا کارونه کړي دي.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.