د کار او ټولنیزو چارو وزارت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت لنډه پېژندنه

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ۱۳۵۹ لمریز کال کی د یو شمېر هغو ادارو د ادغام په پایله کې منځته راغی، چې په غیرمنسجم او پراګنده ډول یې د کار او ټولنې د هوساینې په برخو کې یې فعالیتونه درلودل،  چې (د کار او ټولنیزو تأمیناتو لوی ریاست) په نوم ونومول شو او د   هغه  وخت  د وزیرانو  شورا  په  چوکاټ  کې  د دولتي ادارې مرکزي ارګان په توګه په  فعالیت پیل وکړ. وروسته بیا په  ۱۳۶۳ کال  کې یاد ریاست  د (د کار او ټولنیزو تأمیناتو  دولتي ادارې) په نوم د یوې  مستقلې  ادارې  په توګه وپېژندل شو. په ۱۳۶۷ کال د میزان په میاشت کې یې  نوم یو ځل بیا تغییر وکړ او د «د کار او ټولنیزو تأمیناتو مرکزي ادارې»  په نامه د رتبې څخه په لوړه  کچه منظور او فعالیتونه یې د دولتي او غیر‌دولتي ادارو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو مؤسساتو په کچه پر مخ بیول.

  په ۱۳۶۹ کال کې د وړکتونونو او روزنتونونو ریاستونه او  د  مېرمنو ټولنه چې کاري  ساحه او شعارونه یې (د ټولنې هوساینه او ټولنیز خوندیتوب) وو، د هغه وخت دولت د ۵/۳/۱۳۶۹ نېټې د ۸۱۶ ګڼې  فرمان  په اساس له یادې ادارې سره مدغم او د ملي شورا له تأیید وروسته نوموړې ادارې  د وزارت کچې ته ارتقاء وکړه.

  په ۱۳۷۶ کال کې د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په لومړۍ دوره کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځل بیا په مافوق رتبه کې لوی ریاست ته تنزیل شو.

  د لنډمهالې ادارې په منځته راتلو سره دا ریاست یو ځل بیا د وزارت کچې ته لوړ او  په  ۱۳۸۵ کال کې د وخت ادارې د ۲۳/۵/۱۳۸۵ نېټې د ۱۹۰۳ ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوځای شو او هغه مهال یې د کار معینیت، ټولنیزو چارو معینیت، مالي او اداري معینیت سربېره د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت هم درلود او په ۳۴ ولایتونو کې یې ریاستونه فعال وو.

په ۱۳۹۷ هجري شمسي کال کې د وخت ادارې د ۱۵/۷/۱۳۹۷ نېټې د ۷۵ ګڼې فرمان له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه جلا او د یوې مستقلې ادارې په توګه یې فعالیت ته دوام ورکړ، چې بیا وروسته د همدې کال د مرغومي  ۲۹ نېټې د ۱۳۲ ګڼې فرمان له مخې یاده اداره د ( د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت) تر عنوان لاندې جوړه شوه.

د تقاعد خزینې لوی ریاست  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۲/۵/۱۳۸۲ نېټې د ۸۱ګڼې وړاندیز په اساس او وخت د دولت رئیس د ۱/۶/۱۳۸۲نېټې د ۳۴۳۲ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یوځای شوی و او په ۱۳۹۸ هجري شمسي کال کې د وخت جهمور رئیس د ۱۵/۱۱/۱۳۹۸ نېټې د ۲۵۵۴ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چوکاټ څخه بېل او د مالیې له وزارت سره یوځای شو.

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغانستان اسلامي امارت له کلیدي وزارتونو څخه دی، چې په هېواد کې د غوره کار ترویج، او کار د نورو برخو تنظیم او ترتیب، ټولنیز خوندیتوب، بې سرپرسته ماشومانو او ښځو لپاره د ټولنیزې هوساینې د خدمتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.

پر دې سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت نور مسوولیتونه په لاندې ډول یادولای شو:

  • په هېواد کار د غوره ترویجول؛
  • په هېواد کې د بېکارۍ کچې د کمښت په موخه هراړخیزې هلې ځلې کول؛
  • په هېواد کې د زیانمنو اقشارو لپاره د ټولنیز خوندیتوب رامنځته کول؛
  • په افغانستان کې د ماشومانو د کار او په ځانګړې توګه د شاقه کار له منځه وړل؛
  • په ټولنه کې ګوښه شویو یا منزوي اقشارو ته پاملرنه او د ناانډولیو له منځه وړل؛
  • بېکاره هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول او هغوی ته حتی‌الوس د کاري وسایلو ویش؛
  • د هغه قوانينو وضع کول، چي د معلولو کسانو او مېرمنو ملاتړ وکړي او پياوړي کړي؛
  • له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو ورکول؛
  • خپلو کورنیو ته د رد مرزي ماشومان سپارل.

-----------------------------------------------------------------

د روزنتونونو د لیلیې چارو کړنلاره

لومړی فصل

عمومي احکام

مبنی

لومړۍ ماده:

دا کړنلاره د روزنتونونو د لیلیې د چارو د غوره تنظیم په موخه ترتیب شوېده.

موخې:

دوه‌یمه ماده:

دا کړنلاره لاندې موخې لري:

۱ـ د هېواد په کچه د روزنتونونو اړوند د لیلیې چارو اداره، د فعالیتونو انسجام او غوره تنظیم؛

۲ـ په روزنتونونو کې د مناسبو شرایطو برابرول او د ښوونې او روزنې له برنامو څخه د ماشومانو اغیزناکه استفاده؛

۳ـ په روزنتونونو کې په شرایطو د برابرو ماشومانو د پالنه، ساتنه، اعاشه او اباته.

اصطلاحات

درېیمه ماده:

لاندی اصطلاحات په دغه کړنلاره کی لاندینی مفهومونه افاده کوي:

۱- د روزنتون لیلیه: په روزنتون کې د شاملو ماشومانو د اوسېدنې ځای دی، چې هلته د ماشومانو ساتنه، مراقبت، ښوونه، اعاشه او اباته د روزنتون په لګښتونو ترسره کېږي؛

۲- د لیلیې مربي ( د ماشومانو ساتونکی): هغه شخص دی، چې د لیلیې چارو ترتیب، تنظیم، او په لیلیه کې د شاملو ماشومانو مراقبت، ساتنه او لارښوونه د دې کړنلارې مطابق ترسره کوي؛

۳- په لیلیه کې شامل ماشومان: د روزنتونونو له لوري د ماشومانو د عمر او جنسیت په نظر کې نیولو سره وېشل او په جلا ځایونو کې تر مراقبت او ساتنې لاندې نیول کېږي؛

۴- د ماشومانو تصنیف: د روزنتونونو ماشومان په غیر ممیز، ممیز ماشومانو او تنکيو ځوانانو وېشل کېږي:

۵- غیر ممیز: هغه ماشوم ته ویل کېږي، چې د اوه کلنۍ عمر یې نه وي بشپړ کړی؛

۶- ممیز ماشوم: هغه ماشوم ته ویل کېږي، چې اوه کاله یې بشپړ او د ۱۲ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړي؛

۷- تنکی ځوان: هغه ماشوم ته ویل کېږي، چې ۱۲ کاله یې بشپړ او د ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړي؛

۸ـ د ماشوم ولي: پلار، مور، ورور، خور، نیکه، نیا، کاکا، ماما، عمه او خاله دي.

 د پلی کولو (د تطبیق) ساحه

څلورمه ماده:

دغه کړنلاره په ټولو امارتي او خصوصي روزنتونونو باندی یو ډول د تطبیق وړ ده.

 

دویم فصل

وجایب او مکلفیتونه

 

د روزنتونونو د ریاست او د ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو مکلفیتونه

پنځمه ماده:

۱ـ د روزنتونو ریاست او د ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونه د چارو رهبري، د ماشومانو له معیشتي وضعیت څخه نظارت او کنټرول، د آمرینو، مدیرانو، د لیلیې او د لیلیې ماشومانو د اوسېدنې په اجراآتو او فعالیتونو کې مکلفیت لري؛

۲ـ د لیلیو د شرایطو د بهبود لپاره د نویو میکانیزمونو طرح او رامنځته کول؛

۳ـ د کمزورۍ او قوت ځایونو پیدا کول او د ستونزو د حل لپاره پر وخت رسېدنه.

د روزنتون د آمر مکلفیتونه

شپږمه ماده:

د روزنتون آمر لاندې مکلفیتونه لري:

1- د 24 ساعته مهال ویش، خوراک، جامو، نظم، پاکوالي، د لیلیې خونو او شاوخوا سیمو څخه دوامداره څارنه، په وخت سره د ماشومانو قانوني غوښتنو ته رسېدنه او په لیلیه کې د نیمګړتیاوو حل کول؛

2- د کارکوونکو له لورې د ماشومانو توکي او لوازم له نه استفادې څخه ډاډ ترلاسه کول؛3- په دوامداره توګه د لیلیې د ټولو برخو له پاکوالي څخه ډاډ ترلاسه کول؛4- لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل، د لیلیې د مدیریت لخوا د لیلیې د ماشومانو په ګډون عمومي حشر په لاره اچول؛5- شته مالي امکاناتو ته په کتو سره د ذیصلاح مقام له هدایت څخه وروسته د علمي او تفریحي سیر او سفر برنامو تنظیمول؛

۶- د میاشتني، شپږ میاشتني او کلني پلان ترتیبول.

 

د مدیرانو مکلفیتونه

اوومه ماده:

 

۱- د اسلامي احکام او معتقداتو، ملي او اخلاقي ارزښتونو، قواعدو او دستورالعملونو رعایتول؛

۲-  په لیلیه کې شاملو ماشومانو لپاره د جلا دوسیو، معلوماتي ډیټابیس رامنځته کول او په لیلیه کې د ماشوم حضور او نه‌حضور لپاره د حاضرۍ ترتیبول؛

3- د  کلنیو فصلونو په پام کی نیولو سره ۲۴ساعته مهال‌ويش جوړول او ورځ ‌کاره او شپه ‌کاره مربیانو ته یې ویشل؛

۴- ماشومانو ته د هویت کارت ویشل او ورځ‌کاره او شپه‌کاره مربیانو ته د هغوی معرفي کول؛

۵- د لیلی ماشومانو ته د تعین شوي نورم مطابق د روغتیايي توکو او البسې له توزیع، کنټرول او جمع اوقید څخه ېې ډاډ ترلاسه کول؛

۶- لیلیې ته د ممنوعه شیانو له راوړلو څخه د مخنیوي په موخه په اونۍ کی یو ځل او د اړتیا په صورت کی په غیر مترقبه توګه د لیلیې له خونو څخه جدي څارنه کول؛

۷- د ممنوعه شیانو د شتون په صورت کی عاملین یی تشخیص او د هغوی د تأدیب په موخه موضوع د سلسله مراتبو په رعایت سره د ریاست مقام ته په اسرع د وخت سره وړاندې کول؛

۸- مدیران دی د ادغام وړ ماشوم چی د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ او یا د دولسم ټولګي څخه فارغیږی، په ګوته او د هغوی د ادغام اسناد دی شپږ میاشتې وړاندې بشپړ او طی مراحل کړي.

 

 

 

 

 

د مربیانو مکلفیتونه

اتمه ماده:

د لیلیی مربیان لاندې مکلفیتونه لري:

1-  په ماشومانو باندې د روزنتون ۲۴ساعته مهال‌ویش پلي کول؛

۲- عمر او جنسیت ته په کتو سره په لیلیه‌خونو کې د ماشومانو تنظیمول؛

۳- په لیلیه د نظم او دسپلین په موخه ماشومانو ته د لیلیې کړنلارې او د روزنتونونو د مقررې په اړه دوامداره پوهاوی ورکول؛

۴-  په لیلیه کې د شاملو ماشومانو د موجودیت په موخه د حاضرۍ کتاب تنظیم او جوړول؛

۵- ماشومانو ته د ویشل شویو توکو او وسایلو د غوره ګټه‌ اخیستنې په موخه دوامداره څار؛

۶- له ماشومانو سره عاطفي چلند کول او هغوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کول؛

۷- د ناروغ ماشوم تشخیصول او د درملنې لپاره کلینیک ته د هغه معرفي کول او د هغه د خوراکي او زرقي درملو له تطبیق څخه څارنه کول؛

۸- روغتیايي وضعیت، د چاپیریال ساتنې، شخصي حفظ الصحې، بدني سلامتیا، د لیلیې پاکوالي او د ماشوم لباس پاکوالي څخه دوامداره څارنه او کنټرول درلودل؛

۹- مربیان مکلف دي چې د پنځه وخته لمانځه ادا کولو لپاره ماشومان جماعت ته رهنمايي کړي؛

۱۰- د لیلیې له ټولو اجناسو او لوازمو څخه ساتنه کول او ماشومانو ته د دې لوازمو غوره استفادې په اړه پوهاوی ورکول؛

۱۱- د ماشومانو د ټاکل شوی استحقاق له مخې له معتمد څخه د توکو تسلیمول؛

۱۲- د دري ګوني پلاوي په حضور کې ماشومانو ته د توکو ویش او تسلیمي اخیستنی څخه ډاډ ترلاسه کول؛

۱۳- د لیلیې مسؤلینو په حضور کې ورځ کاره او شپه کاره مربیانو ته د ماشومانو تسلیمي الزامي ده او هیڅ مربې بې له دې چې بل مربي ته ماشومان تسلیم کړي د دندې خوشې کولو حق نه لري؛

 

۱۴- ورځ کاره او شپه کاره مربیان مکلف دي چې   په ټاکلي وخت خپلې دندې ته حاضر شي ترڅو د ماشومانو د تسلیمۍ بهیر ترسره شي؛

 

۱۵-  لیلیې ته د منفصل شویو ماشومانو او غیر مسؤلو افرادو له راتګ څخه په جدي توګه مخنیوی.

د روغتیایی کارکوونکو مکلفیتونه

نهمه ماده:

روغتیایي‌ کارکوونکي د لاندې مواردو په تطبیق مکلف دي:

۱- روغتیایی کارکوونکي په شته امکاناتو سره دې ناروغ ماشوم تداوي کړي، که چیرته په داخل کې د ماشوم درملنه ونه شوه، مؤظف کارکوونکی باید ناروغ ماشوم  د لیلیې له مسؤلینو سره په همغږۍ د غوره درملنې لپاره امارتي او خصوصي روغتونونو ته انتقال کړي؛

۲- د کلینیک صحي کارکوونکی مؤظف دی چې وخت پر وخت د ماشومانو له لیلیې څخه لیدنه وکړي، ناروغ ماشومان تشخیص کړي او د هغوی د درملنې لپاره اقدام وکړي؛

 

۳- د کلینیک صحي کار کوونکی او یا هم مدیر مکلف دي چې په اونۍ کې یو ځل؛ لیلیه له صحي اړخه (خوب‌خونې، تشنابونه، پخلنځی، او د ډوډی خوړلو خونه) وڅاري او د اړتیا په صورت کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره دواپاشي او واکسین او نور موارد وړاندیز کړي.

د ماشوم د ولی مکلفیتونه

لسمه ماده:

 

د ماشوم ولي لاندې مکلفیتونه لري:

۱- د ماشوم ولي دې د ماشوم له شمولیت وړاندې د لیلیې کړنلاره او تعهدپاڼه  مطالعه او لاسلیک کړي؛

۲- د ماشوم ولي باید وخت پر وخت د ماشوم له حاله ځان خبر وساتي؛

۳- هر کله چې د ادارې له لوري د ماشوم له ولي سره د ملاقات اړتیا احساس شي؛ د ماشوم ولي مکلف دی چې په ټاکلي وخت د روزنتون ادارې ته حاضر شي او که چیرته ادارې ته په نه راتګ کې مؤجه عذر ولري، له وړاندې باید د روزنتون اداره خبره کړي؛

۴- د ماشوم ولي مکلف دی چې د روزنتون د مقررې او کړنلارې په رعایت کې ماشوم ته توصیه وکړي او د هغو اجناسو په ساتنه او غوره استفاده کې ماشوم متوجه کړي چې د ادارې له لورې هغه ته ورکول کیږي؛

۵- د ماشوم ولي په رخصتیو کې د ماشوم بیولو لپاره باید مشخص کارت له ځانه سره ولري.

۶- په هغه صورت کې چې د ماشوم ولي د ماشوم مکلفیتونو او مسؤلیتونو ته رسیدنه ونه‌شي کولای؛ د یو غوښتنلیک او د یادې کړنلارې سره ضمیمه د یو مشخص فورم په وړاندې کولو سره کولی شي علی‌البدل ولي معرفي کړي؛

۷- که چیرته د ماشوم د ولي ټیلیفون شمېره تغییر وکړي ولي مکلف دی، چی نوې شمېره اړونده روزنتون سره شریکه کړي.

د ماشومانو وجایب او مکلفیتونه

یوولسمه ماده:

په لیلیه کې شامل ماشومان لاندې وجائب او مکلفیتونه لری:

۱-  په لیلیه کې شامل ماشومان باید چې اسلامي احکام او معتقدات، ملي او اخلاقي ارزښتونه، قواعد او دستورالعملونه رعایت وکړی؛

۲- د لیلیې په دننه او د روزنتون په چاپیریال کې د نظم، دسپلین او پاکوالي رعایتول؛

۳- ماشومان باید چې په لیلیه کې د هر ډول قومي، ژبنیو، سمتي، مذهبي او نژادي تعصباتو څخه ډډه وکړي او د ورورولی او د یو بل منلو شرایط رامنځته کړي؛

۴- په لیلیه کې د اوبو رسولو، بریښنا سیستمونو او د لیلیې له لوازمو او توکو څخه ساتنه او غوره ګټه اخیستل؛

۵- په لیلیه کې شامل ماشوم باید چې رخصتۍ باندې له تګ وړاندې خپل وسایل او لوازم د مشخص سند سره سم خپل اړونده  مربي ته وسپاري؛

۶- په لیلیه کې شامل ماشوم باید چې لیلیې ته له دننه کیدو وړاندې خپل د هویت کارت له ځان سره ولري؛

۷- د هویت کارت د نشتون په صورت کې، د پذیرش مدیر موضوع  له مدیر او د لیلیې مربی سره د حل په موخه شریکوي؛

۸- که چیرته د ماشوم هویت کارت ورک شي بې له ځنډه باید د لیلیې مدیریت خبر کړي او نوی کارت واخلي؛

۹-  په لیلیه کې ماشومان له هر ډول مزاحمت لکه شور ماشور اچول، جګړه کول، د لوړ غږلرونکو صوتي او تصویري وسایلو څخه استفاده او د لیلیې په خونو کې بې ځایه تګ را تګ چې له ماشومانو هوساینه اخلي؛ ډډه وکړي؛

۱۰- په لیلیه کې شامل ماشومان باید چې خپلو درسونو ته بشپړه پاملرنه وکړي؛

11- په لیلیه کې شامل ماشومان بې له استثنا باید د پنځه وخته لمونځ ادا کولو لپاره جومات ته حاضر شي او خپل لمونځ په جماعت سره ادا کړي؛

12- په لیلیه کې شامل ماشومان باید چې ځانونه له ۲۴ساعته مهال‌ویش سره سم عیار کړي او د مهال‌ویش په پلي کیدو کې له مربیانو سره جدي همکاري وکړي؛

۱۳- د لیلیې په اتاقونو کې د ډوډۍ پخول منع دي او همداشان له خوړنځي څخه د لیلیې اتاقونو او یا هم له لیلیې بهر ډوډۍ لیږدولو څخه هم باید په جدي توګه ډډه وشي؛

۱۴- په لیلیه کې شامل ماشومان باید له روزنیزو، تعلیمي، او حرفوي کورسونو څخه اعظمي ګټه واخلي ، د لیلې بهر کورسونو ته د ماشوم مراجعه د لیلیې په موافقه او د ماشوم ولي په اجازه ترسره کیږي؛

۱۵- په روزنتونونو کې له ځیرک موبایلونو ګټه اخیستل منع دي؛

۱۶- ماشوم او د هغه ولي باید چې لیلیې ته له شمولیت وړاندې د لیلیې تعهد پاڼه او کړنلاره مطالعه او لاسلیک کړي او که چیرته ماشوم لوست نه شی کولی د ماشوم ولي باید د مربي سربیره  ماشوم ته هم د کړنلارې موضوعاتو په باره کې پوهاوی ورکړي؛

۱۷- لیلیې ته د هر ډول میلمه راوستل منع دي؛

د پذیرش (دروازی) مدیر مکلفیتونه

دوولسمه ماده:

۱- د ماشوم ولي د ملاقات په اړه د  لیلیې مدیر او مربي سره اړیکه نیول او له هغوی څخه هدایت اخیستل؛

۲- د ملاقات په بهیر کې او د روزنتون څخه د باندې د تګ او راتګ څخه د ماشوم او د هغه ولي ثبت او راجسترول؛

۳- د لیلیې او روزنتون محوطې ته د غیرمسؤله افرادو له راتګ څخه مخنیوی کول؛

۴- له ولي سره د ماشوم او یا د ماشوم سره د ولي د تیلفوني اړیکو تأمینول.

درېیم فصل

متفرقه موارد

د تأدیبی مواردو پلی کول

دیارلسمه ماده:

ماشوم عمر، د سرغړونې شدت او خفت ته په کتو سره په لاندې ډول تأدیب کیږي:

(۱) که چیرې ماشوم څخه لاندې موارد ترسره او ولیدل شي، ماشوم ته د لیلیې مدیر یا مربي لخوا لاندي توصیه کیږي:

۱- د لیلیې د کړنلارې نه مراعات کول؛

2- ناسم چلند، ماشومانو او د روزنتون کارکوونکو ته بې احترامي؛

3- د ښوونځي سبقونو، روزنیزو کورسونو (تقویتي سبقونو) کې په قصدي او غیر مؤجه ډول غیرحاضري؛

۴- د درسونو اخلال او په لیلیه او روزنتون کې بي‌نظمي رامنځته کول؛

(2) که چیرې له ماشوم څخه لاندې کړنې او اعمال مشاهده شول د مربي، مدیر په وړاندیز یا په مستقیم ډول د آمر لخوا هغه ته اخطاریه ورکول کیږي:

۱- د روزنتون مدیر، مربي، کارکوونکو او شاملو ماشومانو ته سپکاوی کول؛

2- د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو، د روزنتون مقرراتو او طرزالعملونو خلاف اسنادو لیکل، نشرول او خپرول؛

۳- د روزنتون، ښوونځیو او لیلیو د تأسیساتو، مالونو،  وسایلو او سامان آلاتو ته د نه پاملرنه او بې پروایي؛

۴- د ماشومانو وهل ټکول؛

۵- پرله پسې توگه د دخانیاتو څخه استفاده؛

(3) که چیرې لاندې پیښې ولیدل شي، ماشوم به د روزنتون د ادارې او باصلاحیته چارواکو په وړاندیز بل روزنتون ته په تأدیبي ډول لیږدول کیږي:

1- د روزنتون د توکو او مال غلا کول؛

2- د روزنتون لخوا ویشل شويو توکو پیر او پلور؛

3- د اخلاقي فساد ترسره کول، د مخدره او نشه یی توکو کارول؛

(۴) که چیرې له ماشوم څخه لاندې پیښې ولیدل شي، ماشوم د روزنتون د ادارې او باصلاحیته چارواکو په وړاندیز له روزنتون څخه شړل کیږي او د موضوع تعقیب لپاره  اړونده چارواکو ته معرفي کیږي :

1- لیلیې ته د داسې توکو راوړل چې د اور لګیدو سبب شي؛

2- لیلیې ته د داسې وسایلو راوړل او ساتل چې په لیلیه کې د شاملو ماشومانو د ټپي کېدو او یا ضرر سبب ګرځي.

 د لیلیی د ماشومانو رخصتی

څوارلسمه ماده:

1- ماشومان باید چې له خپلو کورنیو څخه د لیدلو په وخت کې د رخصتۍ فورم چي له دې کړنلارې سره ضم شوی ډک او پړاوونه یې ترسره کړي او د لیلیې مسوول څخه اجازه واخلي؛

۲- د لیلیې مسؤلین مکلف دي چې ماشوم د رخصتۍ لپاره یوازې رسمي ولي ته د رخصتی د ورځو تیرولو لپاره  وسپاري او په رسمي سند کې یې تسلیمې واخلي؛

۳- د رسمي ولي د غیابت په صورت کې، علی‌البدل ولي چې هغه کارت له ځانه سره ولري چې د ماشوم رسمي ولي امضاء او د ګوتې نښه ولري، او د اړونده مدیر او مربي په واسطه د ډاډ ترلاسه کولو او د هویت تثبیت وروسته کولای شي ماشوم له ځان سره د رخصتۍ ورځو تیرولو لپاره بوځي؛

۴- د رخصتۍ ورکولو صلاحیت د روزنتون له مسؤل سره، له ۱۵ ورځو زیاتې  رخصتۍ صلاحیت په مرکز کې د روزنتونونو له رئیس او په ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو له ولایتي رئیسانو سره دی.

انفاذ

پنځلسمه ماده:

دا کړنلاره په درې فصلونو او ۱۵مادو کې ترتیب شوې او د محترم مقام له تائید او منظورۍ وروسته په امارتي او خصوصي روزنتونونو کې یې تطبیق الزامي دی.