د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تطبیق وروستي لارښود جوړولو په موخه غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تطبیق وروستي لارښود جوړولو په موخه غونډه وشوه

دغه غونډه د بدو رواجونو د مخنیوي په موخه، د خلکو د پوهاوي لپاره ترتیب شوې وه، چې په کې د یاد فرمان د تطبیق څرنګوالي په اړه د وروستي لارښود کولو لپاره بحث او تصمیم نیونه وشوه.

یاده غونډه شنبه ذو القعده ۱۱ مه د غوایي ۲۰ مه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ وزراتونو د استازو په ګډون او ګډ پلاوي ترمنځ د بدو رواجونو د مخنيوي فرمان د تطبیق د وروستي لارښود په موخه تر سره شوه.

غونډه کې د هغو ناوړه او له اسراف ډک رواجونو په اړه بحث وشو، کوم چې افغانۍ ټولنه کې دود او اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهيسې د افغانستان په ډېرو سيمو کې خلک له بدو اقتصادي، اخلاقي او ټولنيزو پايلو سره مخ دي او وویل شول؛ چې دا ستونزې يواځې د اړونده امارتي ادارو، علماوو او متنفذينو د ګډ او منظم اقدام له لارې په اسانۍ حل کېدای شي.

ياد پلاوي، د افغانستان اسلامي امارت د قدرمن زعیم له لارښوونو سره سم، د بدو رواجونو او له اسرافه ډکو رسمونو د مخنيوي او اصلاح په موخه هر اړخيزه کړنلاره ترتيب او تصويب کړه، پلاوي هيله څرګنده کړه چې تر منظورۍ وروسته به دا يو اغېزمن او ګټور اقدام وي، چې د هېواد په کچه به مثبتې او د ستاينې وړ پايلې ولري.

یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.