د اقتصادي زونونو ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اقتصادي زونونو رئیس احسان الله شهاب سره د یاد ریاست د ستونزو د حل په موخه غونډه وکړه.
دا غونډه نن چهار شنبه (جمادي الثاني ۱۶مه/ لیندۍ ۲۸مه) د پانګونې اسانتیا ریاست په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، په مقدماتي وينا کې د اقتصادي زونونو رئیس د قانون جوړونې موضوع په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او همدا راز یې د پانګونې اسانتیا ریاست څخه د قانون د منظورۍ او توشیح په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي احمد ضیاء خالد وویل: چې د اقتصادي زونونو د قانون جوړونې د چټک والي په بهیر کې به لازمه همکاري وکړي او یاده موضوع به د منظورۍ په موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی عالي مقام ته وړاندې شي.
غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.