د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي؛ علاقهمندان کولای شي د شرطپاڼې اړوند سافټ کاپي د یو فلشډېسک له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، یا د چارو ادارې لوی ریاست له وېبسایټ څخه ترلاسه کړي خپل وړاندیزونه باید د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتي اصولو او طرزالعمل سره سم په سرتړلي شکل د اعلان له خپرېدو څخه تر افر پرانېستې پورې د چارو ادارې لوی ریاست، تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د تعمیراتو، حفظ او مراقبت ریاست د اړتیا وړ برېښنايي توکو تدارک.
د داوطلبۍ شمېره: /NCB 1404/028G//AOP
بانکي تضمین: 35٫000 پنځه دېرش زره افغانۍ
د افر پرانېستې غونډه: د ۱۴۰۴/۴/۲ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۷۹۵
پته: د چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ
یادونه: ناوخته او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.