يو باب اپارتمان د کابل ښار شپږمه ناحیه کې خپلې اصلي مالکې ته وسپارل شو

يو باب اپارتمان د کابل ښار شپږمه ناحیه کې خپلې اصلي مالکې ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار شپږمه ناحیه، چهار قلعه، چهاردهي سيمه کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې خپلې اصلي مالکې ته وسپارلو.

سه‌شنبه، جمادي‌الاخر ۱۱مه/ لېندۍ ۱۱مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د اپارتمان سپارلو پر مهال وویل؛ یاد اپارتمان د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست مسؤولينو له لوري مهرلاک شوی و؛ ترڅو شته مالونه یې خوندي او د غصب مخنيوی وشي، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته اصلي مالکې ته تسلیم شو.

بي بي عادله د محمد اکبر خان لور چې د چهار قلعه، چهاردهي اصلي اوسيدونکې ده، د ياد اپارتمان د بېرته ترلاسه کولو له امله یې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له مسؤولینو مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.