د خوړو او درملو فابريکو د ليدنې پردوام؛د امارت چارو انسجام مرستیال د ايتوال دازي توليدي فابريکې څخه ليدنه وکړه

د خوړو او درملو فابريکو د ليدنې پردوام؛
د امارت چارو انسجام مرستیال د ايتوال دازي توليدي فابريکې څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د خوړو او درملو تولیدي فابریکو څخه د تولید او کیفیت د کنټرول په موخه، د ايتوال دازي لبنياتو او جوسو توليدي فابريکې له فعالیتونو لیدنه وکړه.

يکشنبه، ذو القعدې ۲۷مه/غبرګولي ۴مه. دغه لیدنه نن د امارت چارو انسجام مرستیال په مشرۍ ترسره شوه؛ چې په کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال ډاکتر ملا زین العابدین عابد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، خوړو او درملو معينيت او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو هم حضور درلود.

مولوي سیف الدین تائب وویل، چې له یادې څارنې یې موخه د خوړو او درملو برخه کې د توليداتو کيفيت کنټرول او همداراز د خصوصي سکټور څخه ملاتړ او تشويق دی.

ښاغلي تائب زياته کړه چې د کورنیو تولیداتو وده د هېواد د ځان‌ بسیاینې او پر خپلو پښو درېدو لپاره رغنده اهمیت لري، په وینا یې هېوادوال باید د کورنیو تولیداتو له کارولو سره د هېواد پرمختګ او خودکفایی کې فعاله ونډه واخلي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د يادې څارنې پر مهال وویل؛ د درملو او خوړو له تولیدي فابریکو څخه یې د لیدنې موخه د هيواد د فابريکو تشويق او د هغوی مشکلاتو ته رسېدل ياده کړه او په وينا یې چې کورني توليدات مو بايد په نړيوال معيار برابر وي؛ تر څو نړيوال مارکيټ ته لاس رسی پيدا کړي.

د یادې فابریکې مسؤولینو د پلاوي غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د برېښنا کمبود، ګمرکي معافيت، د هيواد داخل کې د خامو موادو کمښت، د فابريکې لپاره د اړتيا وړ ځمکې نشتون، پاکو اوبو نشتون او فابريکې ته د تلونکي سړک ويجاړي خپلې عمده ستونزې يادې کړې چې د ښاغلي تائب له لوري ورته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

په پای کې، مولوي سیف الدین تائب او ورسره مل پلاوي د نوموړې فابریکې د لبنياتو او جوسو د تولید له بهیر، خامو موادو، لابراتوار، ګدام، بسته بندۍ او توليداتو له کيفيت څخه څارنه وکړه چې د ښاغلي تائب له لوري یې فعاليتونه وستايل شو.