د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې بهير د چټکتيا په اړه غونډه وشوه

د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې بهير د چټکتيا په اړه غونډه وشوه
د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت پر اساس د چارو ادارې لوی رياست د حکمونو او هداياتو د تعقيب رئيس مولوي فضل احمد حقاني په مشرۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤولينو ترمنځ په وزارتونو او امارتي ادارو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې بهير د چټکتيا په اړه غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن شنبه (ربيع الاول ۱۳مه/ وږي ۱۵مه) د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه، په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د حقوقي چارو او پاليسیو رئيس سيد مسعود مخلص او نورو مسؤولينو ګډون کړی وو.
غونډه کې د وزارتونو او امارتي ادارو د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو بهير په پخوانيو ګزارشونو خبرې وشوې او د دې بهير پر لاچټکتيا ټينګار وشو؛ ترڅو د اجرااتو ارزونې روان بهير په ښه توګه بشپړ شي.
همداراز په غونډه کې ټينګار وشو چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره دې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو پاتې چارې بشپړې کړي او په دې برخه کې دې د شته ستونزو د حل په اړه اقدامات وکړي او د رياست الوزراء عالي مقام ته دې ګزارش وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده چې د رياست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶هـ.ق کال ۱۵۴ ګڼې هدايت په اساس وزارتونو او امارتي ادارو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې بهير پيل شوی چې تر اوسه يې نږدې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوي، خو د ځينو تخنيکي مسايلو له امله يې ۱۰ سلنه چارې پاتې دي چې په نننۍ غونډه کې يې په اړه د حل په لارو چارو بحث وشو او لازم تصاميم ونيول شول.
دا غونډه چې د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.