د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري شپږ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټيټيوټ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د وړتيا لوړولو په موخه، د اداري مکاتبو، پلان جوړونې او کاري پروسو تشريح په نوم شپږ ورځني روزنيز پروګرام کې د یاد رياست له ۳۱ ولايتي دفترونو څخه مسؤولينو ګډون کړی و.
دغه غونډه نن پنجشنبه د ذوالقعدې 10مه د غویي 18مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر اړونده ریاستونو رئیسانو او آمرینو په گډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: ورځ تر بلې د ظرفیت ارتقا لوړېږي، د ښه خدمت کولو زمینه برابرېږي او له فرصت څخه باید ښه ګټه واخیستل شي.
شیخ الحدیث نورالحق انور زیاته کړه: دا د الله تعالی ستر نعمت دی چې موږ له اسلامي نظام سره تعلق لرو، دا نظام د خپل مسلمه امت او د هېواد وګړو ته خدمات وړاندې کوي، چې دا د دنیا او آخرت لپاره د خیر ذریعه ده.
نوموړي وويل؛ هر مسؤول مکلف دی چې د خپلې لایحې او ورسپارل شویو چارو برخه کې له اخلاص څخه کار واخلي، د ښه خدمت کولو لپاره باید ظرفیتونه لوړ او مهارتونه زده کړل شي.
دغه راز یې زیاته کړه: چې اسلامي امارت په ټولو وزارتونو او ادارو کې هڅه کوي، چې د خپل لوړ رتبه او ټیت رتبه کارکوونکو ظرفیت لوړ کړي؛ ترڅو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او مسؤولیت په سمه توګه اداء شي.
یاده غونډه د تقدیر پاڼو په ورکړې او د خیر په دعا، پای ته ورسېده.