د ماليې وزارت معلوماتي سيسټمونو او د ملي تدارکاتو برېښنايي تدارکاتو سيسټم په اړه ګډه تخنيکي ناسته ترسره شوه

د ماليې وزارت معلوماتي سيسټمونو او د ملي تدارکاتو برېښنايي تدارکاتو سيسټم په اړه ګډه تخنيکي ناسته ترسره شوه

نن یکشنبه، د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غبرګولي په ۱۷مه نېټه د ماليې وزارت د مالي معلوماتو سيسټمونو او د ملي تدارکاتو د برېښنايي تدارکاتو سيسټم په اړه د معلوماتي سیسټمونو د همغږۍ او اتصال، د کاري بهیرونو د لا ښه والي او د برېښنایي خدمتونو د پراختیا په موخه ګډه تخنیکي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دواړو ادارو تخنيکي او مسلکي استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د معلوماتي سيسټمونو د همغږۍ، د معلوماتو د تبادلې د اسانتياوو، د کاري پروسو د اغېزمنتيا او د برېښنايي خدمتونو د پراختيا په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله ترسره کړه.

همدارنګه د دواړو لوریو ترمنځ د ګډې همکارۍ د لا پياوړتيا، د معلوماتي سيسټمونو د متقابلې همغږۍ او د اړوندو تخنيکي موضوعاتو په اړه لازمې مشورې وشوې او د راتلونکو ګډو تخنيکي همکاریو پر دوام ټينګار وشو.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د متقابلې همکارۍ پر پراختيا او د معلوماتي سيسټمونو د لا اغېزناکې همغږۍ په اړه خپله ژمنتيا څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې د ګډو هڅو له لارې به د امارتي خدمتونو د وړاندې کولو بهير لا چټک، اغېزناک او شفاف شي.