کابل هوايي ډګر کې د مشرتابه د فرمانونو او پیغامونو خپرولو په اړه ناسته ترسره شوه

کابل هوايي ډګر کې د مشرتابه د فرمانونو او پیغامونو خپرولو په اړه ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې عمومي ریاست د مطبوعاتو رئیس مفتي احسان‌الله بدر او ورسره مل پلاوي، د کابل نړیوال هوايي ډګر له عمومي رئیس مولوي عبدالهادي محمد سره د هوايي ډګر په مهمو ساحو او تالارونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو، ویناوو او مهمو پیغامونو د ویډیویي خپرولو په اړه ناسته ترسره کړه.

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر په ۲۵مه چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري له ۱۸مې سره سمون لري، په ترسره شوې ناسته کې د مطبوعاتو ریاست له لوري د چمتو کېدونکو ویډیویي محتواوو د خپرولو طرحه وړاندې شوه. د یادې طرحې له مخې به د هوايي ډګر په مهمو ځایونو، په ځانګړي ډول د کورنیو او بهرنیو مېلمنو په تمځایونو کې، د لویو سکرینونو له لارې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمانونه، ویناوې او مهم پیغامونه خپرېږي.

د کابل نړیوال هوايي ډګر عمومي رئیس د یادې طرحې هرکلی وکړ او په اړوندو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي د هوايي ډګر مهم او مناسب ځایونه هم یاد پلاوي ته په ګوته کړل؛ ترڅو په دغو ځایونو کې د ویډیویي محتواوو خپرولو زمینه برابره شي.

د مطبوعاتو رئیس څرګنده کړه چې د مناسبو ځایونو له ټاکلو او د اړینو تخنیکي چارو له بشپړېدو وروسته به یادې ویډیویي محتواوې د هوايي ډګر مسافرو، مېلمنو او نورو لیدونکو ته پر لویو سکرینونو خپرې شي.

د یادونې وړ ده چې د دې اقدام موخه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو، ویناوو او مهمو پیغامونو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړول دي.