د چارو ادارې لوی رياست د نوي اپلیکیشن طرحې پیاوړتیا په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د نوي اپلیکیشن د پیاوړتیا او پراختيا په موخه د ټولو وزارتونو او امارتي ادارو د مطبوعاتو له مسؤولينو سره د همغږۍ او نظر غوښتنې غونډه نن سه شنبه (د رمضان المبارک ۲۵مه/ وري ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د مطبوعاتو رئیس مفتي محمد رسول شریفي او د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مفتي محمد حسین کوثري ويناوې وکړې او د وزارتونو او ادارو ویاندويانو د اپليکشن په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.
د غونډې په پيل کې مفتي محمد رسول شریفي ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د غونډې اجنډا تشریح کړه او ویې ویل چې اسلامي امارت په تیرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او اوس موږ د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د یو بل ګام پورته کولو شاهدان یو.
هغه زیاته کړه، د دې اپلیکېشن په پرانیستلو سره به هېوادوال په چټکۍ او اسانۍ سره د امارتي ادارو عامه خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
همدا رنګه په دې غونډه د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس مفتي محمد حسين کوثري د سايبري امنيت د تامينولو او د اپليکېشن د فعاليت د ښه والي په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې د دغه اپليکېشن اصلي هدف عامه اطلاعاتو او خدمتونو ته د خلکو اسانه لاسرسى دى.
د چارو ادارې لوی ریاست تخنیکي ټیم د اپليکشن جزئیات او د هغه فعالیتونه چې تر دې دمه ترسره شوي د یو پریزنټیشن له لارې په هر اړخیزه توګه تشریح کړل.
په پای کې د وزارتونو او ادارو د مطبوعاتو مسؤولينو د دغه اپلیکیشن په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او پوښتنې مطرح کړې چې د تخنیکي ټیم له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.