د پانګونې اسانتیا رئیس سرپل ولایت کې د دوو سوداګریزو مارکیټونو له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د پانګونې اسانتیا رئیس سرپل ولایت کې د دوو سوداګریزو مارکیټونو له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیا خالد د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا د هېواد شمال ته د سفر په ترڅ کې د سرپل ولایت د برکت او عمر مختار سوداګریزو مارکیټونو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د پانګونې اسانتیا رئیس د یادو سوداګریزو مارکیټونو د رغنیزو چارو لیدنې پر مهال وویل: چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤولین ژمن دي؛ ترڅو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې دغه ډول سوداګریزې پروژې نه یوازې اقتصادي وده چټکوي، بلکې هېوادوالو ته د کار زمینې هم برابروي. هغه په کور دننه او بهر ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د هېواد په ابادۍ کې خپل رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د سرپل ولایت مرکز کې د برکت او عمر مختار دوه سترو سوداګریز مارکیټونو د جوړېدو چارې د ښاروالۍ پر ځمکه شپږو پوړونو لرلو سره روانې دي، چې عمومي عوایدو کې یې د اسلامي امارت ونډه ۳۰ او ۳۵ سلنه په نظر کې نیول شوې ده.