د ۱۴۰۵هـ.ش کال بودجې د تطبیق څرنګوالي اړوند ناسته ترسره شوه

د ۱۴۰۵هـ.ش کال بودجې د تطبیق څرنګوالي اړوند ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د مالي او اداري مرستیال مولوي سیدحسن شاه‌اغا په مشرۍ او یو شمیر رئیسانو او مسؤولینو په ګډون د ۱۴۰۵هـ.ش کال بودجې د تطبیق څرنګوالي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکمونو مطابق او مصرف په موخه ناسته ترسره شوه.

شنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې ۲۲مه/۱۴۰۵هـ.ش غوایي ۱۹مه.
د غونډې په پیل کې د چارو ادارې عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي سیدحسن شاه‌اغا وویل؛ افغانان غربت ځپلي خلک دي، لسګونه کلونه یې په فقر او مشکلاتو کې تیر کړي دي؛ موږ ته پکار ده چې د دوی ستونزې او غوښتنې واورو او د حل په موخه یې اقدام وکړو.

نوموړي زیاته کړه؛ د بیت‌المال ساتنه او د هغه په لګښت کې احتیاط د ټولو ګډ مسؤولیت دی. هېڅوک حق نه لري چې د خپل شخصي نظر او خوښې له مخې پکې تصرف وکړي؛ ځکه له بیت‌المال سره خیانت ستر جرم بلل کېږي او دا کار د دنیا او اخرت د رسوایۍ سبب ګرځي.

د غونډې په جریان کې د مالي ریاست تخنیکي ټیم له لوري جوړ شوی پرېزنټېشن وړاندې شو چې پکې عمومي احکام، د تطبیق اصولنامه، مقررې، مقروضیت، د عقودو قانون او د مصرف پر ټولو تخنیکي لارو چارو بحث وشو او له ګډونوالو وغوښتل شول چې د بودجې مطابق دې خپلې چارې تنظیم کړي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.