د چارو ادارې لوی ریاست پلاوي کونړ ولایت ته د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست پلاوي کونړ ولایت ته د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه سفر وکړ
ربیع الاول ۱۰مه/وږي ۱۲مه.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست د عملياتي چارو رئيس قاري عبدالمتين رحیمزي په مشرۍ پلاوي کونړ ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کونړ ولايت والي مولوي قدرت اللّٰه ابو حمزه سره د چارو ادارې لوی رياست له لوري ترتیب شويو نغدي او خوراکي مرستو د شفاف او منظم وېش په موخه وليدل.
قاري عبدالمتين رحيمزي یاده پېښه یوه ستره انساني فاجعه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د زلزله ځپلو غم د ټولو افغانانو ګډ غم دی او باید په ګډه د متأثره شويو کورنیو مرستې ته لاسونه سره ورکړو.
همدارنګه د کونړ والي مولوي قدرت اللّٰه ابو حمزه د چارو ادارې لوی رياست نه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وويل او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت مسؤولينو له لوري زلزله ځپلو هېوادوالو ته بېړني او لومړني خدمتونه په خپل وخت سره وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نه راغلي پلاوي په مشرۍ يوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې؛ څو لومړی د متضرره کورنيو دقیق تشخیص او معلومات راټول کړي او وروسته ورته مرستې په منظم ډول ووېشل شي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست پلاوي د دغې طبيعي پيښې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه.