د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست او ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کې یې د میدان وردګو ولایت والي ښاغلي قاري بختیار معاذ د یاد ولایت ښاروال او د پوهنې له رئیس سره وکتل.
ښاغلي بریالي ابدالي د یاد ولایت والي سره لیدنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د فعالیتونو او یاد سفر په هکله معلومات ورکړل.
د میدان وردګو ولایت والي د یاد ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یادې برنامې د دې ولایت د کارکوونکو او ادارو فعالیتونو ته ګټورې او اغیزناکه یادې کړي، د اداري پروسو له ساده کېدو یې خوښي و ښوده او زیاته یې کړه چې د میدان وردګو ولایت ښاروالۍ سره په همغږۍ د پراختیایې پروژو د تطبیق هڅه کوو؛ تر ډېره حده پخوانۍ پروسې وخت نیونکې او پیچلې وې، او یاد ولایت کې یې د ساده شویو پروسو د نویو طرحو د بشپړ پلي کولو ډاډ ورکړ او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.
په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګو له مسؤلینو سره لیدنه او د ساده شویو پروسو له پلي کېدو څخه څارنه ترسره شوه.