د کابینې دویمه غونډه: د رېل پټلۍ ځمکې د استملاک او شاه و عروس بند نږدې سیمو ته د اوبو رسونې په اړه بحث وشو

د کابینې دویمه غونډه: د رېل پټلۍ ځمکې د استملاک او شاه و عروس بند نږدې سیمو ته د اوبو رسونې په اړه بحث وشو

 

دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق/ محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۰۴هـ.ش/ چنګاښ ۲۳.

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دویمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو بحث او پریکړې وشوې.

غونډه کې د مالیې وزارت په سرپرستۍ د هرات_خواف رېل پټلۍ د څلورم فاز د ځمکې د استملاک اړوند یو هیئت ته دنده وسپارل شوه چې له نږدې یې چارې وګوري او وروستی راپور یې د اجرااتو په موخه د ریاست الوزراء محترم مقام سره شریک کړي.

همدا راز پرېکړه وشوه چې د پلازمينې کابل اړوند د تازه جوړ شوي شاه و عروس بند څخه نږدې سیمو ته د اوبو رسولو په موخه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت او د اوبو رسونې شرکت استازو په شمول ناسته ترسره شي او وروستۍ پایله یې د ریاست الوزراء محترم مقام سره شریکه شي.

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده