د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت

مخینه:

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په لومړي ځل په 1365 هـ.ش کال کې د یوې کمېټې په توګه رامنځته شو؛ دغې کمېټې له 1365 تر 1369 هـ.ش پورې د وزیرانو شورا تر رهبرۍ لاندې فعالیت درلود او بیا یې وروسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تر عنوان لاندې د وزارت کچې ته ارتقاء وکړه.

په 1371 هـ.ش کال کې د مجاهدینو تر کامیابۍ وروسته د حکومت په تشکیلاتي جوړښت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو ځل بیا په فعالیت شروع وکړه. د اسلامي امارت په لومړي ځل واکمنېدو سره یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره مدغم او په تېره اداره کې یې د وزارت په کچه فعالیت تر سره کړی دی.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د امارت په تشکیلاتي جوړښت کې یاد وزارت بیا په فعالیت شروع وکړه او په میلیونونو افغان مهاجرینو ته یې د خپلې خوښې او باعزته راستنېدنې زمینه برابره کړې، چې په دې سره په تېرو 4 کالونو کې کابو 6 مېلیونه افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د خپلو ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو او د امکان تر حده د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله پلانونو د پلي کولو په موخه د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو سره د ټولو اړوندو ستونزو د حل په موخه هلې ځلې کوي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه تر 1403 د لیندۍ تر 21 نېټې پورې د یاد وزارت د رهبرۍ چارې شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني(رح) او اوس مهال یې محترم مولوي عبدالکبیر پر غاړه لري.

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تشکیلاتي جوړښت:

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپل تشکیلاتي جوړښت کې (2) معینیتونه، (17) مرکزي ریاستونه، (3) مستقل مرکزي آمریتونه (1) د حقوقي او ټولنیزو چارو مشاوریت(2۳) د دویمي واحدونو ( ولایتونو) ریاستونه او (1۱) د دویمي واحدونو ( ولایتونو) آمریتونه لري، چې د معینیتونو او مرکزي ریاستونو او آمریتونو نومونه یې په لاندې ډول دي:

معینیتونه: د مالي او اداري چارو معینیت او مسلکي معینیت؛

مرکزي ریاستونه: د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د مقام د دفتر ریاست، د پلان  او پالیسۍ ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست، د څارنې او ارزونې ریاست، د کارکوونکو چارو ریاست، د مالي او اداري ریاست، د حقوقي ملاتړ ریاست، د ښارګوټو د خدمتونو ریاست، د آتشو او د مهاجرینو چارو د انسجام ریاست، د څېړنې او معلوماتو ریاست، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مهاجرینو په چارو کې د مؤسساتو د انسجام ریاست، د داخلي بې ځایه شوو وضعیت ته د رسېدنې ریاست، د راستنېدنې او بیا مېشتدنې ریاست او د دایمي حل لارو د موندلو ریاست، د کورنۍ پلټنې ریاست؛

مرکزي مستقل آمریتونه: د ولایتونو د همغږۍ آمریت، د تدارکاتو آمریت او د مسلکي کادرونو د هڅوونې آمریت.

د وزارت دویمي واحدونه: د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل، پروان، نیمروز، لغمان، هرات، بلخ، پکتیا، فراه، کونړ، ننګرهار، کندز، غزنی، بغلان، سمنګان، هلمند، بدخشان، فاریاب، خوست، لوګر، جوزجان، کندهار، پکتیکا او تخار ولایتونو کې د دویمي واحدونو په توګه د ریاست په کچه کار کوي او په  غور، بامیان، بادغیس، میدان وردک، پنجشېر، ارزګان، ، کاپیسا، زابل، دایکندي، نورستان او سرپل ولایتونو کې د دویمي واحد په توګه د آمریتونو په سطحه کار کوي.

سرحدي استازولۍ: همدا راز د سرحدي ولایتونو په پولو کې د وزارت استازولۍ، چې د اړوند ولایت د ریاست تر چتر لاندې د درېیمي واحدونو په توګه د آمریت په سطحه کار کوي؛ د کندهار سپین بولدک، د ننګرهار تورخم بندر، د هرات اسلام قلعه، د بلخ حیرتان بندر، د کندز شېرخان بندر، د نیمروز دابرېښمو پل، د خوست غلام خان، د پکتیا ډنډې پټان (خرلڅی)، د پکتیکا انګور اډه، د هلمند بهرامچه، د کونړونو نوا پاس، د فراه ابوالنصر فراهي او د بدخشان واخان سرحدي استازولۍ لري.

د کډوالو، راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره خبرتیا او پیغام

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو هېوادوالو ته په درناوي خبر ورکوي، چې راستنېدل ستاسو طبیعي حق او ملي مسؤلیت دی. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې تاسو په امن، عزت او لازمو خدماتو سره خپلو سیمو ته راستانه کړي.

محترمو راستنېدونکو، مهرباني وکړئ د راستنېدو یا نوې سیمې ته د انتقال پر مهال لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  1. خبرتیا او نوم لیکنه: د مرستو او خدماتو تر لاسه کولو لپاره حتماً په سیمه‌ییزو دفترونو یا استازولیو کې نوم لیکنه وکړئ. دا کار تاسو ته د موقتي استوګنې، زده‌کړې، روغتیایي خدماتو او ټولنیزو مرستو فرصت برابروي.
  2. تندرستي: د سفر پر مهال او راستنېدو پر مهال د ځان او کورنۍ د روغتیا خیال وساتئ او که اړتیا وي، روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړئ.
  3. د حقونو او مسؤلیتونو پوهه: تاسو حق لرئ، چې په عزت راستانه شئ. له قانوني او ټولنیزو مرستو استفاده وکړئ او خپلې ستونزې د دې وزارت دفترونو سره شریکې کړئ.
  4. ټولنیزې همکارۍ او مرستې: د خپل ژوند او ټولنې د بیا رغونې لپاره له محلي چارواکو او ګاونډیانو سره همغږي وکړئ. په همغږۍ او یووالي سره راستنېدل آسانه کیږي.

۵. د راستنېدو چمتوالی:  خپل اسناد او توکي تیار وساتئ او د وزارت د فترونو او ریاستونو سره مشوره وکړئ او معلومات تر لاسه کړئ. وزارت د ټولو امکاناتو او توان مطابق ژمن دی، چې ستاسو راستنېدل په امن، عزت او لازمو امکاناتو سره برابر کړي. راستنېدل مو د کور، کورنۍ او هویت سره اړیکه لري، چیرې، چې امنیت او هوساینه مو پکې خوندي پاتې کېږي.

۶. اړیکې او لاسرسی

د وزارت د خدماتو د اسانه او چټک لاسرسي په موخه لاندې اړیکو څخه ګټه واخلۍ:  

  • د وزارت سره اړیکې شمېره : +93 (0) 20 295 1429 /0777345320/0202951433
  • برېښنالیک media@morr.gov.af
  • کابل، اوومه ناحیه واصل آباد د جنکلک فابریکي شاته.

د وزارت د چارواکو اړیکې

 

ګڼه

نوم

دنده

د اړیکې شمیره

برښنالیک

پته جغرافیوی موقعیت

1

مولوي عبدالکبیر

وزارت سرپرست وزیر

0703802803

 

کابل، اوومه ناحیه واصل آباد د جنکلک فابریکي شاته

2

شیخ کلیم الرحمن فاني

مالي او اداري مرستیال

0767618506

 

کابل، اوومه ناحیه واصل آباد د جنکلک فابریکي شاته

3

مولوی عبدالرحمن راشد

مسلکی مرستیال

0707627751

0704299810

Rashidabdulrahman616@gmail.com

کابل، اوومه ناحیه واصل آباد د جنکلک فابریکي شاته

د مرکزي څانګو د رییسانو شمیرې او برېښنالیکونه

 

 

 

ګڼه

نوم

دنده

د اړیکې شمیره

برښنالیک

پته جغرافیوی موقعیت

۱

مولوي سعید احمد

د دفتر ریاست رییس

0202951416

 

 

۲

مفتي عبدالمطلب حقاني

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست رییس

0708557738

 

mutalibhaqqani@gmail.com

۳

عرفان الله عباد

د کارکوونکو چارو رئیس

 

 

 

۴

مفتي مدیر گل احمدي

د مالي او اداري رییس

7654990230

 

Ahmadijan852@gmail.com

۵

نائب گل واحدی

د ښارګوټو رییس

202951499

7778560060

 

Naibgulwaheedi@gmail.com

۶

ملا نور محمد حامد

د ټکنالوژۍ او معلوماتو رییس

0705310596

 

mullanoorullahamid@gmail.com

۷

مولوي محمد جان خدرخیل

د عوت او ارشاد رییس

7053105960

0781300867

 

 

۸

الحاج غلام نبی دادخیل

د حقوقي ملاتړ رییس

0702198233

 

 

۹

مولوي محمود الحق احدي

د پلان او پالیسۍ رییس

0701665240

 

ahadimorr@gmail.com

۱۰

حاجی محمد علی

د څارنې او ارزونې رییس

0767130125

 

 

۱۱

مولوي محمد سردار شېرزاد

د بيځایه شویو د رسیدني رییس

7306079430

 

Sherzadsardar801@gmail.com

۱۲

مولوي شمال خان مصلح

د دایمي حل لارو د رسیدنې رییس

7770003800

 

usmanishinwari@gmail.com

۱۳

الحاج مولوي اسماعیل ذبیح الله

د پلټنې رییس

2029514830

 

azbihullahmuhammadismail@gmail.com

۱۴

احمد الله هاشمی

د څیړنې او معلوماتو د سیستم رییس

0786832444

 

 

۱۵

مولوي شاکر الله شاکر

د راستنيدو او بیا یو ځای کیدو رییس

0777256133

 

 

۱۶

قاري عبدالناصر نصرت

د تدارکاتو آمر

0790080976

 

Anaser.nasrat@gmail.com

۱۷

الحاج اصل خان مصلح

د مسلکی کدرونو آمر

7669237880

 

asalkhanmuslih@gmail.com

۱۸

محمد قسیم کړوخیل

د ولایتونو آمر

7791676790

 

Provinces.morr@gmail.com

 

د وزارت د ولایتي مسوولینو د ټلیفون شمېرې، برېښنالیکونه او دریاست/آمریت  جغرافیوي موقعیت( کارځای)

ګڼه

ولایت

نوم

د اړیکې شمیره

برښنالیک

پته جغرافیوی موقعیت

۱

کابل

مولوي عبدالرحمن حبیب زی

0731788405

kabul@morr.gov.af

کارته چهار

۲

کندهار

مولوي بادام

0700282127

Dorrkand123@gmail.com

 

۳

ننګرهار

الحاج باز محمد عبدالرحمن

0794280519

0779286084

 

Dorrnangarhar1@gmail.com

جلال آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مینه

۴

بلخ

الحاج مولوي اسد الله وفا

0780058574

morrmazar@gmail.com

مزار شریف ښار، پنځمه ناحیه، د پنځمه امنیتي حوزي شاته

۵

پکتیا

مفتي حبیب الله شهید زاده

0778013586

 

 

۶

هرات

نیک محمد حذیفه

0790665178

Herat.dorr01@gmail.com

هرات ولایت، د خواجه صاحب سړک، د انصار کمپ

۷

ارزگان

مولوي شاولی حاجی یوسف

0706346478

Urpro.dorr@gmail.com

ارزګان،  ترینکوټ، څلورمه ناحیه، ۷ نمبر کور د نوي جامع جومات د شرق طرف ته

 

۸

بادغیس

مولوي نیک محمد خبیب

0781408944

Badghis.morr@gmail.com

د ولایت مقام جادې تر څنګ، د دولتي روغتون شاته

۹

بامیان

الحاج مولوي فضل عمر رحماني

0785119361

Dorrbamyan2015@yahoo.com

د بامیان ښار ، د هوایي ډګر لاندې د علمیه تربیت مدرسې تر څنګ

۱۰

بدخشان

الحاج مولوي قیام الدین حاجی زاده

0765909104

badakhshandorr@gmail.com

نوی ښار، فیض آباد د پلاستکي پارک سره نږدې

۱۱

بغلان

الحاج ابراهیم عمري

 

0708952531

baghlan@morr.gov.af

د پلخمري ښار د ملکي روغتون شاته

۱۲

پروان

حاجي امان الله مجاهد

0784818081

parwandorr@gmail.com

د چاریکار ښار د پارک ساحې اوومې برخې د ولایت چوک جنوبي لوري ته د افغانستان بانک ته نېږدې

۱۳

پکتیکا

مولوي محمد الله فاتح

0775186129

 

مرکز ښرنه غزني اډه د علي بابا عالي لیسې ترڅنګ هاشمي مارکیټ

۱۴

پنجشیر

الحاج محمد رها ابرا

7452743250

Panjshir.morr@gmail.com

د ولایت مرکز، پاراخ، د حاجی نذیر تعمیر

۱۵

تخار

حافظ شیر احمد

0707254622

Takhar.morr@gmail.com

 

۱۶

جوزجان

داملا امان لله طلحه

7315179250

jawzgan.morr@gmail.com

د شبرغان ښار، د تر فروشي ترڅنګ د مزار شریف بندر

۱۷

خوست

شیخ الحدیث مولوي محمد امان الهام

0776732464

Khost.dorr@gmail.com

د اداري کمپلکس په داخل کې، د برښنا شرکت جنوب لوري ته

۱۸

دایکندي

 

محب الله منیب آخند زاده

7078795400

daykundi@morr.gov.af

د نیلي نوی ښار د معتادینو د ۲۰ بستریز روغتون ته مخامخ

۱۹

زابل

ملا عبدالقهار سرحدي

0705560030

zabul@morr.gov.af

 

۲۰

سرپل

مولوی محمود

0707125581

msarpul@morr.gov.af

 

۲۱

سمنگان

قاري محمد حسین خاکسار

779459307

Samangan.morr@gmail.com

د ایبک نوی ښار د امربالمعروف ریاست شاته

۲۲

غزنی

قاري مطیع الله عرب

0704375300

ghazni@morr.gov.af

د غزني ښار د مستوفیت شاته، د حج او اوقافو ریاست ته څیرمه

 

۲۳

غور

انجنیر میر احمد صمیم

0781590662

Ghordorr_@yahoo.com

د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار د امنیې قومندانۍ د کلب ختیځ لور ته د روشن انتن لاندې

۲۴

فاریاب

الحاج داملا سیف الدین جهادی

7089001970

 

Faryab.morr@yahoo.com

د میمنې ښار لومړۍ ناحیه، د سیند پر غاړه د موټر فروشیو او معاملاتو لارښونې دفترونو ته نېږدې

۲۵

فراه

الحاج مفتی آدم خان سعید

0704849144

 

د فراه ښار لومړي ناحیه، د مظهر العلوم مدرسي څنک ته

۲۶

کاپیسا

مولوي حمدالله شهید زاده

7777237340

 

kapisa@morr.gov.af

د محمود راقي ښار، د افغانستان بانک جنوب لور ته

۲۷

کندز

مولوي عبدالولي محمدي

 

7057782930

 

kundoz@morr.gov.af

سردوره، د عثمانی کوچه عبدال تیلو ټانک ته څيرمه

۲۸

کونړ

محمد ابراهیم میاخیل

7822840890

 

Dorr.kuner@gmail.com

مرکز اسعد آباد، دویمه ناحیه

۲۹

لغمان

مولوي غلام الرحمن بلال

7649509700

 

Laghman.morr@gmail.com

لغمان ولایت، سلطان غازي بابا ښارګوټی، دوېمه ناحیه امنیې قومندانۍ ته غزیدلی سړک

۳۰

لوگر

الحاج مولوي مسعود آخند

0775991078

Logar.morr@gmail.com

د لوګر ښار لومړۍ ناحیه، د نایب سپه سالار حفیظ الله کوڅه، ۹ نمبر کور، د حضرت عمر فاروق رض لیسې شاته

۳۱

میدان وردگ

مولوي عبدالرحمن هاشمي

0793303688

Mwp.refuges@gmail.com

د نوبل نوی ښار پروژه، د ولایت مقام تر څېرمه

۳۲

نورستان

سید مطیع الله خلوتی

 

 

د پارون ښار د علماو ریاست او امر باالمعروف ترڅنګ

۳۳

نیمروز

عبدالله ریاض

707795085

Nimruz.dorr@gmail.com

د زرنج ښار، اوله ناحیه، د مخابراتو سړک د نیمروز ولایت اوبو لګولو ریاست تر څېرمه

۳۴

هلمند

الحاج مولوي الله داد انقیادي

706394914

 

Helmand.dorr@gmail.com

د لشکرګاه ښار دوېمه ناحیه، د مرکزي جامع مسجد تر څنګ

 

 

 

 

په بهر کې د افغان کډوالو داتیشو برېښنالیک او د اړیکې شمیرې

 

گڼه

نوم

دنده

د اړیکې شمیره

برښنالیک

پته)جغرافیوي موقعیت(

۱

محمد آصف ځدران

اتشه امور مهاجرین اسلام آباد

00923495959418

Morr_islamabad@yahoo.com

 

۲

ارسلاح حقیار

سکرتر اتشه اسلام آباد

923321873317 

 

 

۳

قاری رحمت الله ضعیف

اتشه امور مهاجرین کویته

00923121578738

0092819202187

Directorate_morrquetta@yahoo.com

 

۴

مولوی حمدالله بلوچ

سکرتر اتشه کویته

00923121578738

Directorate_morrquetta@yahoo.com

 

۵

عبدالباسط امامی

عضو اتشه تهران

00989227015698

Basitemami786@gmail.com

 

۶

محمد انور قمبری

اتشه امور مهاجرین زاهدان

00989109699901

Morr.zahedan@yahoo.com

 

۷

داکتر محمد زبیر

سکرتر اتشه زاهدان

 

 

 

۸

نیاز محمد عارف

اتشه مهاجرین پشاور

009203055966296

0098923158787030

Morr_peshawar@yahoo.com

 

۹

نورالامین سعید

سکرتر اول اتشه پشاور

00923489855242

Morr_peshawar@yahoo.com

 

۱۰

سید کلام

سکرتر دوم اتشه

 

 

 

۱۱

مولوي صدیق الله نصرت

 اتشه مشهد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو لپاره د خپلو حقوقو

پـوهــاوي

کله چې هېواد ته را ستانه شئ او یا داخلي بې ځایه شوي یاست، نو تاسو لاندې موارد په غور ولولئ. په دې کې تاسو ته لارښوونه شوې، تر څو خپل حقوق تر لاسه کړئ او د نورو ټولو مېشتو افغانانو سره په عامه خدماتو کې کډ شئ.

الف: ستاسو راستنېدنه:

  • کله چې د هېواد له سرحدي دروازو او فرضي کرښو افغانستان ته را واوښتئ، نو تاسو لومړی د نولیکنې سالون ته د ننه شي، نوم لیکنه وکړئ، موږ د هېواد په ټولو باډرونو کې د مهاجرینو د انتقالاتو آمریتونه لرو، کوم چې تاسو په ټوله معنی خوندي انتقالوي.
  • له نوملیکنې وروسته ستاسو معلومات په (اې. ار. ای. اس) سیستم کې ثبت کیږي، چې تاسو ته یې هم یوه کاپي در کول کیږي، چې زموږ د انتقالاتو امریتونو مهر او لاسلیک پرې لګول شوي وي. دا پاڼه ستاسو مهاجرت او راستنېدنه تضمینولی شي.
  • د یادې پروسې له بشپړېدو وروسته؛ تاسو د تثبیت کمیټې ته استول کیږئ، چېرې چې د کورنیو چارو وزارت د بایمیتریک کار کوونکي دي او د تثبیت پروسه تر سره کوي، تر څو د (اې. ار. ای. اس) فورمه تایید کړي.
  • د یادې فورمې له تایید وروسته، تاسو مالي کمیټې ته معرفي کیږئ، تر څو نغدي مرسته تر لاسه کړئ، چې د کورنۍ د هر غړي په سر (۲۰۰۰) افغانۍ ورکول کیږي.
  • د همدې پروسې په اساس تاسو ته په خپل اړوند ولایت کې د دایمي مېشتېدنې په موخه ځمکه درکول کیږي.
  • د خپلو خپلوانو او دوستانو سره د اړیکو د بر قرار کولو لپاره تاسو د مخابراتي شبکو غرفو ته ور معرفي کوي، کوم چې دوی تاسو ته وړیا سیمکارتونه در کوي او تر یوې اندازې وړیا بیلانس هم لري، نو له دې فرصته استفاده وکړئ.
  • تاسو بیا د لېږد کمیټې ته ور معرفي کیږئ، تر څو هلته ځان ثبت کړئ او خپل اصلي ولایت او مېنې ته مو ولیږدوي. دا لیږدول(ترانسپورټ) ستاسو لپاره وړیا دي.
  • د خدای تعالی (ج) درباره ته ستاسو د نارغیو څخه د امن په موخه لاسونه لپه کوو، که چیرې ناروغ یاست، نو ستاسو لپاره وړیا روغتیایي کلینیکونه دي، روغ صحت د سالمې ټولنې تضمین دی.
  • په دې موده کې به تاسو ته پاکې اوبه، جامې، لومړني وسایل، خوراکي توکي، غیر خوراکي توکي د ټولو خدماتو سره وړیا درکول کیږي.
  • که چیرې په تاسو کې زاړه وګړي، ناروغ کسان وي، نو تاسو ته په هرات او ننګرهار ولایتونو کې ځانګړی ترتیب نیول شوی دی، دا ترتیب د همکارې ادارې (ای. او. ام ) له لوري دی، تر څو تاسو اړوند ځانګړي شويو مېشت غالي ته ولیږدوي، چېرې چې ستاسو(۲۴) ساعته مراقبت کیږي.
  • همدا ډول؛ هغه کورنۍ، چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ(UNHCR) او په کوربه هېواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد ولري، نو هغوی ته دوی د خپلې پالیسۍ مطابق نغدي مرستې ورکوي.
  • د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) د بې سرپرسته ماشومانو په لېږد کې مرسته او همکاري کوي. لومړی ماشومان پېژني، بيا يې په يوه ځای کې را ټولوي او وروسته يې اصلي ولايتونو ته لېږدوي او خپلو کورنيو ته يې سپاري. 
  • د افغاني سرې مياشتې ټولنه په سرحدي/ فرضي میشت غالو کې د خوراکي، غير خوراکي توکو او ناروغو لپاره د درملو چمتو کولو په برخه کې فعالیت کوي او د اړتيا پر مهال راستنو شویو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ب: ستاسو د حقوقي مسایلو خوندیتوب:

الف: کارموندنه:

  • د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د د راستنېدنې او بیا مېستېدنې ریاست د کارموندنې امریت له لوري د نورو فني او کسبي زده کړو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته مو ور معرفي کوي، تر څو تاسو په ټولنه کې په خپلو پښو ښه قوي ودریږئ.

د او په دوه ډوله صورت نیسي:

لومړۍ: ستاسو ارقام او معلومات د دوهمو واحدونو له لوري له وزارت سره شریک کیږي، د هغه په اساس تاسو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د فني زده کړو په موخه ورمعرفي کیږئ.

دوهم: تاسو د وزارت مقام ته غوښتنلیک لیکئ، د مقام له حکم وروسته تاسو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د فني او مسلکي زده کړو په موخه ور معرفي کوي.

ب: زده کړې:

  • تاسو د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه د وزارت مقام ته غوښتنلیک لیکئ، د مقام له حکم وروسته؛ تاسو د حقوقي ملاتړ ریاست له لوري پوهنې وزارت ته د ټولو اصولي کړنو په اساس ور معرفي کیږئ، هلته له تاسو د سویې د معلومولو ازموینه درنه اخلي؛ تاسو ته د بریا چانس غواړو.

ج: په اسنادو کې د نوم اصلاح:

  • که چیرې تاسو په اسنادو کې د نوم د اصلاح ستونزه لرئ، نو تاسو د وزارت مقام ته غوښتنلیک وسپارئ، تر څو تاسو ته په اړوند ریاست احکام درکړل شي.

هـ :ستاسو د نورو حقوقوقي ملاتړونو خوندیتوب:

  • تاسو ته د اسلامي او ټولنیزو حقونو په اړه عامه پوهاوی درکول کیږي، چې تاسو څنګه خپل حقوق تر لاسه کړئ، لکه :

د زده کړو او تحصیل حق،

د تذګرې او پاسپورټ اخیستلو او نورو حقوقي سندونو د اخیستلو حق،

ستاسو د زده کړو په اسنادو کې د نوم د اصلاح حق،

د شخړو، اختلافاتو او د ستاسو د ملکيتونو د غضب په اړه د حل لارو موندلو او ستاسو غوښتنو ته رسیدنه کول او د یادې پروسې او مرجع په اړه مشوره او لارښوونه در کول، 

د بې ځایه شویو لپاره لارښوونې:

  • د دوییمو واحدونو له لوري د ټولو مراجعینو غوښتنلیکونه راټولول، تر څو تثبیت شي، چې یاده کورنۍ بې ځایه شوې ده.
  • د بې ځایه شویو اسناد UNOCHA دفتر او د اړمنو د تثبيت کمېټې (OCT) ته استول کیږي.
  • وروسته د اړمنو د پېژندنې لپاره د ناسته ترسره کیږي.
  • د عارض شوي سروې او پلټنه، د بې‌ځایه شويو کورنيو سره لومړنۍ مرکې، د بې‌ځایه شويو ځايونو د پلټنې لپاره د ګډ ټیم سروې کول.
  • بې ځایه شویو سیمو د غښتنلیکونو په اساس د سروې ټیمونه اړوندو سیمو ته استول.
  • د بې‌ځایه شويو کورنيو تفکيک د طبيعي او غير طبيعي پېښو او همدارنګه د جنسيت له مخې،
  • د کورنيو بې‌ځایه شويو ارقامو توحيد په ولايتي او زوني ډول،
  • د همکارو بنسټونو سره په ګډه همکارۍ تاسو خپلو مېنو ته لیږدول کیږئ.
  • د ملي او نړيوالو ادارو د مرستو تنظيم او وېش د تثبيت شويو کورنيو لپاره،

په ولایتي سطحه د بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو ته د مرستو د وېش پوهاوی:

  • لومړۍ مرحله: (د اړوند ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت/ یا ولایتي رياست/آمريت) د غوښتونکي غوښتنليک تر لاسه کوي.
  • دوییمه مرحله: د غوښتونکي غوښتنليک کتل کیږي او د د مرستو په لست کې نیول کیږي.
  • درېیمه مرحله: په یاد غوښتنليک باندې د غوښتونکي ټول مشخصات لیکل کیږي او یو توحيدي جدول ور څخه جوړیږي،
  • څلورمه مرحله: چې وروسته غوښتونکی سروې کیږي.
  • پینځمه مرحله: تاسو حالت ته په کتو، ستاسو سره مرسته کیږي
  • شپږمه مرحله: او که چیرې ستونزه تدریجي حل غواړي، نو ستاسو د غوښتنلیکونو په اساس یاد جدول خیریه بنسټونو ته ورکول کیږي، کومه سیمه چې د یادې موسسې له لوري د مرستې لپاره ټارګیټ وي،

خپلو مېنو ته د تګ بهیر:

د داخلي بې‌ځایه شويو وګړو خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدنې بهیر د وزارت د مرکزي اړوندو ریاستونو له لوري تر سره کیږي،

لومړی مرحله :

  • د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د غوښتونکي غوښتنليک ترلاسه کوي او اړوندو څانګو ته لازم هدایات ورکوي،
  • د غوښتونکي له مرکز څخه اړوند ولایت ته ور معرفي کیږي، تر څو تاسو د نورو کړنو بهیر سره یو ځای شئ،
  • ګرانه مهاجره وروره او درنې مهاجرې خورې او درنو بې ځایه شویو کورنیو، که چیرې تاسو په هره برخه کې ستونزه لرئ، نو په مهربانۍ سره د وزارت مقام او په ولایاتو کې اړوند دوییمي واحدونو ته خپل غوښتنلیکونه وسپارئ،

 

ګرانه مهاجره وروره او درنې مهاجرې خورې!

خپل وطن ته ښه راغلاست

مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون:

  • د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وړاندیز په اساس د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون د ا.ا.ا د مشرتابه ۱۵۷ ګڼې دفرمان په اساس د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون رامنځ ته شوی. جوړښت، صلاحيتونه او د دندو لايحه يې په کړنلاره کې ځانګړې شوې ده.

د کمېسيون  پېژندنه:

  • د عالیقدر امیرالمومنین د حکم له مخې له پاکستان، ایران او نورو هیوادونو څخه په جبري توګه د را ستنو شویو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي صاحب په مشري د ۳۱ لوړ رتبه مسولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړې. یادې کمیټې به خپلو امکاناتوته په کتو د مهاجرینو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او لنډ مهاله مېشت غالی تهیه کوي او په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي. همدارنګه هغه هیوادوال چې د ځینو تشویشونو له امله بهرنیو هیوادونو ته تللي، هغوی ته ډاډ ورکوو، چې پرته له کوم تشویش څخه بیرته راستانه او په خپل هیواد کې باعزته ژوند وکړي.

د تثبیت، ثبت او هرکلي کمیټه:  یاده کمیټه د راستنېدو په برخه کې د لارښوونې، عاجلو اړتیاوو او نورو اړینو مواردو د پوره کولو مسؤولیت لري، ترڅو تاسو هېواد ته د ننوتلو پر مهال د ښه راغلاست ترڅنګ اړینې لارښوونې او اړتیاوې مو پوره کاندي.

سرحدي فورمه:

  • مهمه یادونه: زموږ په باډرونو کې به مسوولین تاسو ته سرحدي فورمه درکړي، مهرباني وکړئ فورمې په دقت سره ډکې کړئ؛ ترڅو په راتلونکو مرحلو کې پرته له کومې ستونزې له خدمتونو او ملاتړ څخه برخمن شئ.

تاسو لاندې مسایلو ته دقیق متوجې شئ:

  • نوم، د پلار نوم او ولایت باید د تذکرې سره سم وليکل شي؟
  • که تذکره نه لرئ، له اصلي نوم څخه کار واخلئ،
  • تاسو ته په دې برخه کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټه مسووله ده، چې تاسو په دغو ټولو شیانو پوه کړي.
  • راستنېدونکي کولی شي اړین معلومات د هغو کارکوونکو څخه ترلاسه کړي، چې په غرفو کې موظف دي او یا تاسو ته په ټولو ځایونو کې د پوهاوي پاڼې شته، ویې ګورئ او یې لولئ.
  • ټول مسؤولین ستاسو د لارښوونې لپاره موظف دي.

لومړۍ برخه:

  • ستاسو تر ټولو لومړنۍ مرجع د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دی او تر څنګ یې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون او دولس کمیټې هم د یاد وزارت سره په دې برخه کې پوره همکارې دي.
  • کله چې خپل د استوګنې ځای ته ورسیږئ، پوه شئ، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې ستاسو په خدمت کې دي. د چټکې رسېدنې لپاره، خپله عریضه، تذکره او د سرحدي راستنېدنې فورمه د کډوالو چارو وزارت/ریاست/امریت ته وړاندې کړئ او زموږ همکاران به ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي،
  • د زده کړو، کار، مرستو او داسې نورو مسایلو لپاره تاسو ته د وزارت مقام او ولایتي واحدونو ته مراجع کولی شئ، هغوی به په دې برخه کې تاسو سره پوره همکاري وکړي،
  • د مرستو د ترلاسه کول لپاره په نوبتي ډول تاسو همکارو موسسو ته ور معرفي کوي.
  • د ځانګړو اړتیاوو لرونکو اشخاصو لپاره د ځانګړي ملاتړ زمینې برابرول (PSN) ځمکه او سرپناه.
  • له سرحد څخه تر استحقاق تثبیت او وېش پورې د کمېسیون کمیټو له لارې طی مراحل کیږي.
  • د راستنېدونکو په ښارګوټو کې د ځمکې نمرې د راستنېدونکو د کثرت له امله په نوبتي ډول وېشل کیږي.
  • که شخصي ځمکه لرئ او د جوړولو توان نه لرئ، نو د وزارت او ولایتي واحدونو له لارې همکارو موسسو ته ور معرفي کیږئ،
  • د حقوقي ستونزو (لکه د شخصي ځمکې غضب) په صورت کې دا وزارت د خپلو حقوقي کادرونو له لارې ستاسو د حق دفاع کوي.
  • تعلیم او تحصیل ستاسو حق او د اسلام مبین دین لارښوونه ده.
  • په ځانګړو مواردو کې، د نورو ادارو سره ګډه همکاري کیږي،
  • ستاسو بیا مېشتېدنه، مهارتونه او کارموندنې په برخه کې د یاد کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټه به تاسو ته عامه پوهاوی درکړي،
  • تاسو به د روزنیزو (خیاطي، نجاري، کمپیوټر، ژبه او نور) اړوندو کورسونو ته معرفي کیږئ،(غوښتنلیک په اساس)
  • د مهارت لرونکو کسانو معرفي کول دولتي ادارو او همکارو موسسو ته،
  • مرستې د همکارو موسسو او اړوندو ادارو په همکارۍ وېشل کیږي،
  • ټاکل شوي مامورین د بې ځایه کېدو پر مهال ستاسو ثبت او تثبیت کوي،
  • غیر کتلویي کورنۍ کولی شي د غوښتنلیک له لارې د ثبت او ملاتړ لپاره مراجعه وکړي،
  • رسمي تایید د وزارت یا ولایتي ریاست/امریت له سروې وروسته ترسره کیږي،
  • د مرستو څخه مستفید کېدل د غوښتنلیکونو او د همکارو موسسو سره د همغږۍ پر اساس تر سره کیږي،

 لنډه پروسه:

  • د غوښتنلیک بهیر → د سروې بهیر → د اړمن کیدو تثبیت → همکارو موسسو ته معرفي → ګډه سروې → د مرستو وېش، انتقال او استقرار،
  • د انتقال پروسې څخه د مستفید کېدو په موخه خپل غوښتنلیک وزارت ته وړاندې کړئ،
  • خپلو اصلي کورونو ته بېرته ستنېدل ستاسو لپاره نوی او پایدار ژوند دی،
  • خوندي انتقال او بشري ملاتړ، ستاسو راتلونکی تضمین کولای شي،
  • پایدار استقرار، خوندي سرپناه او ستاسو د ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه سازي کول،

پیغامونه:

  • د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تاسو ته ښه راغلاست وایي؛ وطن ته ستاسو راتګ زموږ خوښي ده.
  • وطن ته مو بیا راتګ زموږ د خوشحالۍ سبب دی!
  • ستاسو راتګ خپل هیواد ته تاسو نیکمرغه کوي او د ژوند یوه نوی او په ټولو حقوقو سمباله موقعې درکوي.

 

 

 

 

 

 

 

اساسي معلومات:

دا برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  د ویب پاڼې لیکونه دي، چې تاسو کولای شئ ددې لینکونو په کارولو سره د یاد وزارت قوانین، پالیسۍ، مقررې او فرمانونه ولولئ او یا یې ډانالوډ کړئ:

لومړۍ: د شکایتونو فورم:

لینک یې:  https://morr.gov.af/ps/form/info-access

دوهم: د وزارتونو او همکارو بنسټونو سره هوکړه لیکونه:

د وزارتونو او همکارو بنسټونو سره هوکړه لیکونو لینک: https://morr.gov.af/ps/%D9%87%D9%88%DA%A9%DA%93%D9%87-%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%87-0

درېیم: قوانین او پالیسې:

قوانین او پالیسۍ لینک یې: https://morr.gov.af/ps/%D9%82%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D9%BE%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%B3%DB%8D 

څلورم: د مهاجرت په اړه نړیوال اسناد:

لینک یې: https://morr.gov.af/ps/%D8%AF-%D9%85%D9%87%D8%A7%D8%AC%D8%B1%DB%8C%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%DA%93%D9%87-%D9%86%DA%93%DB%8C%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D8%B3%D9%86%D8%A7%D8%AF

 

 

 

 

پنځم: د طبیعي او غیر طبیعي پېښو فورم:

لینک یې: https://morr.gov.af/sites/default/files/2024-05/%D9%81%D9%88%D8%B1%D9%85%20%D8%B3%D8%B1%D9%88%DB%8C%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%87%20%D9%87%D8%A7%DB%8C%20%D8%A8%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D8%B4%D8%AF%D9%87.pdf

شپږم: د جبري راستنېدونکو لپاره د کارموندنې د مسودې طرحه:

لینک یې: https://morr.gov.af/sites/default/files/2024-05/%D9%81%D9%88%D8%B1%D9%85%20%D8%B3%D8%B1%D9%88%DB%8C%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%87%20%D9%87%D8%A7%DB%8C%20%D8%A8%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D8%B4%D8%AF%D9%87.pdf 

اووم: د مرکزي ریاستونو کاري میتودونه:

لینک یې: https://morr.gov.af/ps/%D8%AF-%D9%85%D8%B1%DA%A9%D8%B2%DB%8C-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D9%85%DB%8C%D8%AA%D9%88%D8%AF

اتم: د مرکزي ریاستونو کړنلارې، پلانونه او د ۱۴۰۲ کال د پلان راپورونه او پېژندنه:

لینک یې: https://morr.gov.af/ps/%D9%85%D8%B1%DA%A9%D8%B2%DB%8C-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88