د کنړ ولایت ديوه ګل دره کې ۵۰۰ زلزله ځپلو ته پاخه خواړه ووېشل شول

د کنړ ولایت ديوه ګل دره کې ۵۰۰ زلزله ځپلو ته پاخه خواړه ووېشل شول

ربيع الاول ۱۲مه / وږي ۱۴مه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د هيومن اپيل نړيوالې بشردوستانه او پراختیایي مؤسسې په مالي ملاتړ د کنړ ولايت د ديوه ګل دره کې ۵۰۰ کسانو ته پاخه خواړه ووېشل.

قاري عبدالمتين رحیمزي، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست د عملياتي چارو رئيس، د دغو مرستو د توزيع پر مهال وويل چې ياده مؤسسه به د چارو ادارې لوی رياست سره په همغږۍ هره ورځ ۵۰۰ کسانو ته پاخه خواړه ویشي، چې په وينا یې دا لړۍ به لس ورځې دوام وکړي، چې ترڅ کې به یې ۵ زره تنه زلزله ځپلي له دغو مرستو برخمن شي.

نوموړي د هيومن اپيل مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او په نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ چې په دې سختو شېبو کې له زلزله ځپلو کورنیو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.