د چارو ادارې لوی ریاست مراجعینو ته د اسانتیا په موخه نوی الکټرونیکي سکېجول سېسټم فعال کړ

د چارو ادارې لوی ریاست مراجعینو ته د اسانتیا په موخه نوی الکټرونیکي سکېجول سېسټم فعال کړ

دوشنبه، ربیع الاول ۲۹مه/ وږي ۳۱مه.
دا غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مفتي محمدحسین کوثري په مشرۍ، د دفاع او امنیت ریاست مرستیال او د چارو ادارې لوی ریاست د ګڼو ریاستونو مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د یاد سېسټم د فعالېدو سره به ګڼې ستونزې راکمې شي، په کم وخت کې به مراجعین او مېلمانه داخل ته راځي، کاري بهیر به ورسره چټک شي او د کاغذ برخه کې به سپما رامنځته شي.

همداراز نوموړي زیاته کړه چې د دفاع او امنیت ریاست سره په همغږۍ د یاد سېسټم اړوند ټول امنیتي او تخنیکي اړخونه په نظر کې نیول شوي او په پوره دقت سره به دا پروسه ترسره کېږي. ورپسې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د چارو ادارې لوی ریاست کارکوونکو ته د نوي الکټرونیکي سکېجول سېسټم په هکله د پرېزنټېشن په بڼه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.